سپورټ نړیوال کرکټ

روهېټ شرما د اسټرالیایي توپ وهونکي ریکارډ مات کړ!

سمیع الله درانی

د هندوستان اوپنر توپ وهونکي روهېټ شرما چې اوس یو ځل بیا ټېسټ لوبو ته مخه کړې او درې ټېسټ لوبو کې یې رول د لمر په څېر ځلاند څرګند شو، له خوښیو او جایزو سره مل دی.

شرما په ۲۰۱۳ م کال کې د هندوستان لپاره د ټېسټ لوبو پیل د ویسټ انډیز خلاف کړی و؛ خو ۲۰۱۹ کال کې یو ځل بیا د افریقا خلاف ټېسټ لوبو کې واخېستل شو؛ خو داسې رول یې ادا کړ، چې د درې ټېسټ لوبو په لړ کې یې د لومړۍ او دریمې ټېسټ لوبو د غوره لوبغاړي جایزې واخېستې او هم یې د دریمې ټېسټ لوبې په بریا سره د اکټوبر په ۲۲ مه نېټه د درې واړو ټېسټ لوبو د غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړه.

نوموړي لومړۍ ټېسټ لوبه کې چې د اکټوبر له دوهمې نېټې تر ۶ مې نېټې پورې ترسره شوه، لومړۍ پاڼۍ کې ۱۷۶ منډې وکړې، دوهمه پاڼۍ کې یې ۱۲۷ منډې وکړې، دې لوبه کې یې د لوبې غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

دوهمه لوبه کې یې ۱۴ منډې وکړې او دریمه لوبه کې یې ۲۱۲ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی شو، هغه دوه ځلې د لوبې غوره لوبغاړي جایزې او یو ځل یې د ټول سیریز د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

شرما په درې واړو ټېسټ لوبوکې ۵۲۹ منډې وکړې، هغه په ۳۰ ټېسټ لوبوکې ۲۱۱۴ منډې کړي دي، چې ۲۱۲ یې لوړې منډې او دا یې همدې د ۲۰۱۹ م کال لوبلړۍ کې د سویلي افریقا خلاف وکړې.

۶ سلیزې، یوه غبرګه یا ډبل سلیزه او لس پنځوسیزې یې وهلي دي.

روهېټ شرما په دغو درې ټېسټ لوبو کې د اسټرالیایي ډان براډمن د ټېسټ لوبو د اورېج یا وسط ریکارډ مات کړي.

براډمن د اسټرالیا د ټېسټ لوبو خورا ماهر لوبغاړی و، هغه د اسټرالیا دننه ټېسټ لوبو کې ستر اوسط درلود، د هغه اوسط په اسټرالیا کې د نورو لوبډلو خلاف ۹۸ اعشاریه ۲۲ و او د روهېټ شرما اوسط بیا لس لوبوکې ۹۹ اعشاریه ۸۴ دی.

روهېټ شرما په کور دننه ۱۸ پاڼیو توپ وهنه کې ۱۲۹۸ منډې کړي دي، چې لوړې منډې یې وروستیو پاڼیو کې ۸۲ ناسوځېدلې، ۵۱ ناسوځېدلې، ۱۰۲ ناسوځېدلې، ۶۵ سوځېدلې، ۵۰ ناسوځېدلې، ۱۷۶ سوځېدلې، ۱۲۷ سوځېدلې، ۱۴ سوځېدلې او ۲۱۲ سوځېدلې منډې یې د یادولو وړ دي.

روهېټ بیا په عمومي اوسط کې له براډمن وروسته دی، د براډمن عمومي اوسط په ټېسټ لوبو کې ۹۹ اعشاریه ۹۴ دی.

یوه لوبه کې د براډمن زیاتې منډې ۳۳۴ دي او په ۵۲ ټېسټ لوبو کې یې ۶۹۹۶ منډې کړي دي.

د روهېټ شرما د ټېسټ لوبو عمومي اوسط بیا ۴۸ اعشاریه صفر پنځه دی.

روهېټ شرما په یوه ټېسټ سیریز کې د زیاتو شپږیزو ریکارډ هم خپل کړ، هغه د افریقا خلاف ټېسټ لوبو سیریز کې ۱۹ شپږیزې ووهلې، له دې وړاندې دا ریکارډ له ویسټ انډیزي شېمرن هېټمیئر سره و، هغه په ۲۰۱۸ او ۱۹ م کال ټېسټ سیریز کې د بنګله دېش خلاف ۱۵ شپږیزې وهلې وې.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی