سپورټ کرکټ نړۍ

روهیت شرما د شل آوریزه سیالیو تر ټولو غوره لوبغاړی راغی!

د کرکټ په برخه کې د نړۍ مشهوره وېبسایټ (ESPNcricinfo) د شل آوریزه سیالیو د غوره لوبغاړو ترمنځ سیالۍ اچولي وې، چې د ټولنیزو رسنیو له لارې د رایو په ورکولو سره غوره لوبغاړي ټاکل کېدل.

دې ویب سایټ لومړی ۳۲ لوبغاړي، دوهم ۱۶ لوبغاړي، درېیم ۸ لوبغاړي، څلورم ۴ لوبغاړي او په آخر کي یې بیا دوه لوبغاړي سیالي ته واچول.

پایلوبي ته د هندوستان کرکیټ ملي لوبډلي تکړه توپوهونکي روهیت شرما او د ویسټ انډيز تکړه الروانډر لوبغاړي انډري رسل لاره وموندله، چي روهیت شرما ګټونکی اعلان شو.

دې ویبسایټ (ESPNcricinfo) پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه روهیت شرما او انډري رسل سیالي ته واچول، چي د فیسبوک کاروونکو خپل د خوښي وړ لوبغاړي ته رايي ورکړې.

د دوی د رایو په بنسټ روهیت شرما ۵۹،۳۳ او آنډري رسل بیا ۴۰،۶۷ سلنه رايي خپلي کړي وې، چي په دې سره روهیت شرما ګټونکی اعلان شو.

په دې سیالي کي ګډونوال ۳۲ لوبغاړي:

راشدخان، محمدنبي، لیسیت ملینګا، ډېل سټين، شین واټسن، شاهد افریدي، ډیویډ وانر، شعیب ملک، ډین براوو، سهیل تنویر، انډري رسل، سمیول بدري، سعید اجمل، کیرون پولارډ، ایرون پینچ، کلین مکسویل، سوریش رانا، کریس ګېل، عمران طاهر، ایشواین، میس ډوني، بابر اعظم، ویراټ کوهلي شکیب الحسن، سونیل ناراین، مایکل هسي، جسپریت بومرا، روهیت شرما، جوس بیټلر، برینډن میکالم، اي بي ډیویلرز او کیون پيټرسن.

په یادو ۳۲ لوبغاړو کي دوو تنو تکړه افغانانو ته هم چانس ورکړل شوی وو، چي محمدنبي عیسی خېل په لومړي پړاو کي د ګریس ګېل، خو راشدخان ارمان بیا په دوهم پړاو کي د آنډري رسل څخه ماته ومنله.

(ESPNcricinfo) ویبسایټ دا هرڅه د قرنطین او د کرکیټ سیالیو په نشتون کي د مینوالو خوښ ساتلو لپاره ترسره کړه.

نوره رسمي هیڅ بڼه یې نه درلوده.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی پر دې سربیره د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ