مارچ 9, 2021

رونالډو یو ځلي بیا په ټولنیزو رسنیو کي نړیوال ریکارډ جوړ کړ+ویډيو

Advertisements

د پرتګال هیواد د فوټبال ملي لوبډلي او ایټالوي کلب یوونټوس تکړه لوبغاړي کریسټیانو رونالډو په انسټاګرام کي د پخواني ریکارډ ترڅنګ یو بل نړیوال ریکارډ هم جوړ کړ.
کریسټیانو رونالډو، د روان ۲۰۲۰م کال د اپرېل میاشتي په ۴مه نېټه پر خپل انسټاګرام یوه داسي ویډيو خپره کړه، چي مېرمن یې هغه ته وېښتان جوړوي.
له هغه وروسته دا ویډیو تراوسه ۶۰ میلیونه ۴۶۰ زره او ۷ کسانو لېدلې ده، چي دا د انسټاګرام په تاریخ کي په دومره شمېر کسانو سره یوه ویډیو چا نه وه کتلې.


 
لا هم د دې ویډيو د کتونکو شمېر مخ په زیاتېدو دئ او لا معلومه نده، چي څومره شمېر کسان به دا ویډیو وګوري.
تر دې مخکي په انسټاګرام کي تر ټولو ډېره د یوې امریکايي ښځینه سندرغاړې لیدي ګاګا ویډیو کتل شوې وه، چي نړیوال ریکارډ یې جوړ کړی وو.
د لیدي ګاګا ویډيو ۱۱ ثانیې وه، چي ۲۴ میلیونه ۵۶۲ زره او ۲۳۹ کسانو لیدلې وه.
خو اوس دا ریکارډ د نړۍ نوموتي فوټبالر کریسټیانو رونالډو مات کړ.
رونالډو تر دې مخکي یو داسي ریکارډ خپل په نوم ثبت کړ، چي په انسټاګرام کي یې تر ټولو ډېر تعقیبوونکي ودرلودل.
۳۵ کلن لوبغاړی اوس په انسټاګرام کي د نړۍ تر ټولو ډېر ۲۱۸ میلیونه ۶۳۰ زره او ۷۳۹ کسان پالورز یا تعقیبوونکي لري، چي په ټوله نړۍ کي هیڅوک په دومره شمېر پالورز نلري.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي