مارچ 7, 2021

رونالډو: که فوټبالر نه وای، زه به فلمي اداکار یا مُډل وای

Advertisements

ليکنه: صابر حميدي
د آیټالیا هیواد د رسنيو د راپورنو له مخي د پرتګال هیواد تکړه فوټبالر د خپل هیواد لپاره تر دې دمه ۸۸ ګولونه لګولي او د هغه ترڅنګ ۶۰۱ ګولوهني ئې بیا د کلبونو لپاره ترسره کړي دي.
د ده د ټولو ګولوهنو په اړه یوه خبریال پوښتنه وکړه، چي په دې ټولو ګولونو کي دي تر ټولو مهم او ښه ګول کوم وو.
رونالډو د یادي پوښتني په اړه خبریال ته وویل، چي ډېره سخته ده، چي تر ۷۰۰ په زیاتو ګولوهنو کي دي زه یوه وټاکم، خو زما په نظر زما لپاره مهم ګول وروستی او راتلونکی د.
خبریال رونالډو ته وویل، چي کم لوبغاړی دی خوښ دی، چي ستا ترڅنګ ولوبیږي؟
هغه په ځواب کي ورته وویل(( زه یو لوبغاړی ټاکم، چي هغه زما د خپل هیواد پرتګال دئ او څو کاله مخکي مړ سوی هم دئ، چي اوزه بیو نومیږي. هغه د پرتګال یو له تکړه لوبغاړو څخه وو، او ما هیله درلوده، چي د هغه ترڅنګ ولوبیږم))
د رونالډو څخه یاد خبریال دا پوښته هم وکړه، چي تر ګولوهني وروسته هغه سټایل یا د خوشحالۍ حرکت چي ته کوې څنګه دي منځ ته راوړ.
رونالډو ئې په اړه وویل((نه پوهیږم په امریکا کي مو د چلسي په وړاندي یوه دوستانه لوبه درلوده، نو ما ګولوهنه وکړه او تر ګولوهني وروسته ناببره دا ډول خوشحالي راڅخه وسوه او ډېره خوندوره وه، وروسته نورو ټولو زما مینوالو او لوبغاړو دا ډول خوشحالي نمانځله او ما هم پرېکړه وکړه، چي له دې وروسته به تر ګولوهني وروسته دا ډول خوشحالي کومه)).
په وروستیو کي خبریال د رونالډو د مسلک اړوند یوه جالیبه پوښتنه وکړه، هغه دا چي که ته فوټبالر نه وای، نو څه دنده به دې ټاکلې وای؟
رونالډو د خبریال ددې جالیبي پوښتني په اړه وویل((که زه فوټبالر نه وای، نو به هتمن د فلمی ستوری او یا هم مُډل وايي، که چیري مي د فلمي ستوري وړتیا لرم که یا، خو ټاکلي هدف ته د رسېدو په موخه کي هڅي وکړو، خاماخا ورته رسیږو))
رونالډو یو له هغه وتلو فوټبالرانو څخه دئ، چي د نورو هیوادونو ترڅنګ دلته افغانستان کي هم زیات شمېر مینوال لري.

نادري: د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث لاندې دي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

Advertisements افغان مذاکراتي پلاوی وایي د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث او څېړنو لاندې دي. د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړي نادر نادري تازه په خپلو څرګندونو کې دا تایید کړې چې خلیلزاد ورسره ... نور ولولئ