رونالډو د نړۍ تر ټولو مشهوره لوبغاړی وپيژندل سو!

ليکنه: صابرحميدي
د ESPN ورزشي چینل تفریحي خپرونو د لسو بیلابیلو ورزشي رشتو لوبغاړو نړیواله درجه بندي اعلان کړې، چي رونالډو پکښي تر نورو ټولو پېژندل سوی لوبغاړی معرفی سوی.
د پرتګال هیواد او یوونټوس کلب تکړه فوټبالر رونالډو په دې سره د نړۍ تر ټولو ټولنیز او پيژندل سوی لوبغاړی وپېژندل سو.

په دې درجه بندي کي د بارسلونا کلب او آرجنټاین هیواد ملي لوبډلي بل قوي فوټبالر لیونل میسي درېیم ځای کي راغلی.

تر رونالډو وروسته او تر میسي پورته دوهم ځای بیا د امریکا د باسکیټبال تکړه لوبغاړي لبرون جیمز نیولی.

د برازیل ملي لوبډلي او پي ایس جي فوټبال کلب لوبغاړی نیمار څلورم ځای کي او د آزادي مبارزې ایرلینډی لوبغاړی مک ګرګور بیا پنځم ځای نیولی.

راجر فدرر، ویراټ کوهلي، رافائل نادال، استیفن کري او ټایګر وود ته په یاده درجه بندي کي په ترتیب سره د شپږم څخه تر لسم مقام پوري ځای ورکړل سوی.