که څخه هم د یوونټوس لوبډلي څخه رونالډو خپله تنخوا راکمه کړې، خو هغه به ډېر ژر د نړۍ تر ټولو شتمن فوټبالر سي.
ایټالوی کلب یوونټوس اوس له سختو مالي ستونزو سره مخ دئ، چي په همدې موخه اوس د رونالډو ترڅنګ د دې لوبډلي نورو لوبغاړو پرېکړه کړې، چي د خپلي لوبډلي سره د تنخوا په کمولو کي مرسته وکړي.
په دې سره به یونټوس کلب ته ۱۱۵ میلیونه یورو ګټه ورسیږي.
د پرتګال او یوونټوس کلب نوموتی لوبغاړی کریسټیانو رونالډو به په ټولیزه توګه ۴ میلیونه افغانۍ تنخوا د کرونا ویروس له امله د خپلي لوبډلي څخه وانخلي.
خو د فوربس نړیوالي مجلې د راپور په حواله رونالډو، چي له فوټباله جلا له خپلي سوداګرۍ او اعلاناتو څخه پيسې ترلاسه کوي له کاله یو ـ یو میلیارد ډالره دي، چي په دې سره به ډېر ژر د نړۍ تر ټولو شتمن فوټبالر اعلان سي.
په راپور کي راځي، چي هغه تېر ۲۰۱۹م کي ۱۰۰ میلیونه یورو پيسې ترلاسه کړې، چي ۶۰ میلیونه یورو د یوونټوس څخه او پاته ۴۰ میلیونه یورو ئې بیا د اعلاناتو او سوداګرۍ څخه ترلاسه کړي دي.
یاد راپور کاږي، چي د رونالډو شخصي بودیجه به ډېر ژر یو میلیارد ډالرو ته ورسیږي او په دې سره به د فوټبال په تاریخ کي لومړنی، خو درېیم ورزشکار به وي، چي دې رقم ته ځان رسوي.
اوس د سوک وهني لوبغاړی فلویډ مي وډر لومړنی او د ګلف لوبي لوبغاړی ټایګر ووډز د نړۍ دوهم شتمن ورزشکار دئ.
هاخوا بیا رونالډو تر میسي او نیمار وروسته درېيم فوټبالر دئ، چي په ۳۵ کلنۍ کي ډېر عاید د خپل کلب څخه ترلاسه کوي.
ایا چین، ایران او روسیه به له دې وروسته د طالبانو ملاتړ وکړي؟ (شننه)
د افغانستان اوږدې جګړې داسې پړاونه او فرصتونه تیر او پیدا کړي چې ډیر هیوادونه او کړۍ په کې ښکیل او خپلې موخې او ګټې په کې وپالي. په دې برخه کې د سیمې د ... نور ولولئ
لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي