روغتیا وزارت: حکیم الکوزی به ډېر ژر ونیول شي

د افغانستان د عامي روغتیا سرپرست وزیر نن چهارشنبه کابل کي یوې خبري غونډي ته وویل، چي د حکیم الکوزي د نیولو مکتوب یې د کورنیو چارو وزارت ته سپارلی.
احمد جواد عثماني د عامي روغتیا سرپرست وزیر وايي، حکیم الکوزی به د خپلو محصولاتو د تولید له امله عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل شي.
احمد جواد عثماني زیاته کړه، د حکیم الکوزي له لوري جوړ شوي درمل ضرر رسوونکي دي او په خبره یې ترکیب کي یې زیات تاریاک او مورفین کارول شوي.
د دې مکتبوب په اساس حکیم الکوزی نیول کیږي او د خپلو تولید شوو درملو مخه به یې هم ونیول شي.
روغتیا وزرات د جوزا میاشتي په ۱۰مه نېټه د حکیم الکوزي له لوري پر جوړشوو درملو بندیز ولګاوه او خلګو ته یې سپارښتنه وکړه، چي دا درمل استعمال نکړي.
حکیم الکوزی ادعا کوي، چي د کرونا ویروس ضد واکسین یې جوړ کړی او تر دې دمه یې زرګونه کسانو ته ورکړی، چي بشپړه روغتیا یې پرې اخیستې.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.