روغتیا وزارت: افغانستان د کرونا له درېیمې خطرناکې څپې سره مخ دی

وروسته تر هغه چې په وروستیو څو ورځو کې په هېواد کې د کرونا وبا د مثبتو پېښو شمېر یو ځل بیا ډېر شوی دی د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح ویلي چې افغانستان د کرونا وبا له درېیمې څپې سره مخ دی.

هغه ټینګار کړی چې د کرونا دویمه څپه تر اولې او درېیمه به یې تر دویمې هغې ډېره خطرناکه وي.

نوموړي پر هېوادوالو غږ کړی دی چې روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.

نوموړي زیاته کړې چې که چېرته هېوادوال روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه ونه کړي نو د کرونا درېیمه څپه به د نورو ګاونډیو هېوادونو په څېر ناورین رامنځته کړي.

د یادونې ده چې تېره ورځ د روغتیا وزارت رهبري د یوې غونډې په ترڅ کې د کرونا وبا د درېیمې څپې مخنیوي لپاره د جدي اقداماتو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح ویلي چې د دغه ویروس د درېیمې څپې مخنیوي لپاره باید جدي اقدامات ترسره شي.

هغه زیاته کړې چې دوی د ایران او پاکستان پولو ته څېرمه پر تګ راتګ بندیز، له هند سره د پروازونو قطع کېدل، د راټولېدنو مخنیوی او د اضطراري کمېټو فعالولو طرحه له حکومت سره شریکه کړې ده.

هغه پر ولایتي رییسانو هم غږ کړی دی چې باید د دغه ویروس مخنیوي لپاره اړین اقدامات وکړي او ورته پوره چمتووالی ونیسي.

د ویلو ده چې په پاکستان، هند او ایران کې د کرونا وبا درېیمې څپې نه یوازې خلک؛ بلکې دولتونه هم حیران کړي دي.