اپریل 23, 2021

روغتیا سازمان: افغانستان کې د کرونا مخنیوي ته اندېښمن یو

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د کرونا وبا د مخنیوي لپاره د روغتیايي لارښوونو نه ‌رعایتول د ټولنې لپاره ګواښ رامنځته کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د سمون اداره یا اوچا په یوه خبرپانه کې ویلي، چې د روغتیا نړیوال سازمان له دې کبله اندېښنه لري چې په افغانستان کې عموماً خلک د ماسک د اغوستو او د ټولنیز واټن د ساتنې مقررات نه ‌مراعاتوي.

دې سازمان همداراز د کرونا وبا د نویو بڼو له کبله چې موارد یې په افغانستان کې موندل شوي دي هم اندېښنه ښودلې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې د پرونۍ ورځې تر پایه په افغانستان کې نږدې ۵۷ زره کسان په کرونا وبا اخته شوي او ۲۵۱۶ کسان د دې ناروغۍ له کبله مړه شوي دي.

د یادونې ده چې د ایران حکومت پرېکړه کړې چې د کرونا وبا د زیاتوالي له امله په دغه هېواد کې لس ورځينی ګرځبندیز پیلوي.

د ایراني چارواکو په وینا، په دې وروستیو کې په دغه هېواد کې د کرونا ناروغانو شمیر ډیر شوی دی.

ایران اوسمهال د کرونا وبا له څلورمې څپې څخه تیریږي.

ایراني چارواکو ویلي، چې د لسو ورځو رخصتیو پرمهال به، یوازې لازمي ځایونه لکه دوکانونه، روغتیايي مرکزونه، تولیدي او صنعتي فابریکې او رسنۍ د فعالیت اجازه ولري.

ایران دغه پرېکړه داسې مهال کړې چې په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې په دغه هېواد کې د کرونا وبا تر ۲۰ زرو ډیرې مثبتې پېښې ثبت شوي او شاوخوا دوه نیم زره کسان په روغتونونو کې بستر شوي دي.

وروستي مطالب