اپریل 19, 2021

روسیه ۴ کاله د هر ډول نړیوالو لوبو څخه بې برخي سوه

 د ډوپینګ یا د لوبي پر مهال د یو ډول موادو خوړونکو پر ضد نړیوالي ادارې پرون روسیه ۴ کاله د هر ډول ورزشي لوبو څخه بې برخي کړه.
د ډوپینګ په وړاندي د مبارزې نړیوالي ادارې پرون دوشنبه یوه ناسته وکړه، چي پکښي د ټولو غړو رایه همدا وه، چي روسیې ته دي سزا ورکړل سي.
 د همدې پریکړي په آساس روسیه نسي کولای چي د ۲۰۲۰م کال د المپیک په سترو او نړیوالو لوبو کي ګډون وکړي.

همدارنګه د دې هیواد د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۲م کال د فوټبال د نړیوال جام څخه هم بې برخي سوه.
روسیه ۲۱ ورځي وخت لري، چي د یادي پریکړي په وړاندي خپل غبرګون وښیي.
د روسیې هیواد تورن دی چي د ډوپینګ یا د لوبي پر مهال د یو ډول موادو کارولو په وړاندي ئې هیڅ مبارزه نده کړې او په همدې اساس دا سزا ورکړل سوې.
خو دې اداري دا هم ویلي چي روسي لوبغاړي ئې ندي تورن کړي او دوی کولای سي په المپیکي سیالیو کي د المپیک په لباسونو کي پرته د روسیې په استازیتوب ولوبیږي.

 روسیه د یاد حکم په اساس یوازي کولای سي د ۲۰۲۰م کال د فوټبال په یورو کپ کي ګډون وکړي دا ځکه چي دا لوبي خپله د روسیې په کوربتوب ترسره کیږي.
 خو روسیې تازه ویلي چي دوي د ډوپینګ په وړاندي په ښه ډول مبارزه کړې او دا پریکړه ئې د دوی په حق کي غلطه وبلله.
 ډوپینګ هغه مواد دي‌، چي د لوبغاړو لپاره سخت منعه دي، که ئې څوک وکاروي، نو د نړیوالو لوبو څخه په میاشتو میاشتو بندیږي.