روسیه: افغانستان کې د ناټو ماموریت فقط بې ګناه افغانان ووژل

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له افغانستانه د ناټو او امریکایي‌ ځواکونو د وتلو په تړاو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په افغانستان کې د ناټو ماموریت ناکام و.‌

په اعلامیه کې راغلي چې له دوې لسیزې پوځي مبارزې وروسته لا هم طالبان د افغانستان پر نیمایي‌ خاوره واکمن دي او د افغان حکومت پر ضد جنګېږي.‌

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي، که څه هم د القاعدې ډلې وړتیا کمه شوې ده،‌ خو دا ډله لا هم د افغانستان ۱۱ ولایتونو کې شتون لري.

اعلامیه کې همدا راز راغلي، د داعش او نورو ترهګرو ډلو زرګونه وسله وال هم افغانستان کې فعالیت کوي.

روسیه وایي، تېرو شلو کالو کې افغانستان کې د مخدره توکو کرکیله څو چنده ډېره شوې، زرګونه افغانان د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شوي‌، اداري فساد اوج ته رسېدلی او افغانستان لا هم د اسیا تر ټولو بېوزله هېواد دی.‌

اعلامیه کې پر امریکا نیوکه شوې ده چې له شل کلنې جګړې وروسته په دې پوه شوه چې د افغانستان کشاله پوځی حل نه لري، خو په دې موده کې زرګونو افغانانو خپل ژوند بایلود، او ګڼ یې د ناټو ړندو عملیاتو کې ووژل شول.

د یادونې ده چې تېره ورځ نیویارک ټایمز ورځپاڼې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته په دغه هېواد کې د ترهګریزو ګواښونو په اړه یو راپور حپور کړی دی.

راپور کې راغلي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به د وخت په تېرېدو دغه هېواد یو ځل بیا امریکا ته په ستر ګواښ بدل شي.

راپور کې د جنرال مک‌کنزي څرګندونې راخیستل شوې چې ویلي یې وو دا به متحده ایالاتو ته ډېره سخته وي چې د سپټمبر تر ۱۱مې وروسته چې امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه وځي د القاعده په څېر ترهګر په دغه هېواد کې وڅاري.

ورځپاڼه زیاتوي، بایډن د دفاع وزارت او نورو لوړپوړو پوځیانو دا نظر ونه مانه چې ورته ویلي یې و په لږ شمېر سرتېري باید افغانستان کې پرېږدي.

د ورځپاڼې په خبره، امریکا د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو سره په خبرو بوخته ده چې پوځیانو ته یې هلته ځای ورکړي څو افغانستان د ترهګرو له پټنځای څخه وساتي.

د ورځپاڼې په باور ممکن تاجکستان، قزاقستان او ازبکستان امریکایي پوځیانو ته ځای ورکړي څو له هغه ځایه افغانستان وڅاري.