روسیه: طالبان هیڅکله د زور له لارې واک ته نشي رسېدلی

روسي چارواکي وايي، د دې احتمال ډېر لرې دی چې طالبان دې په افغانستان کې واک ترلاسه کړای شي.

د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، په ملګروملتو کې د روسیې د دایمي استازي لومړي مرستیال دیمیتري پولیانسکي په نیویارک کې یوې خبري غونډې ته ویلي، د اوس وخت لپاره دا احتمال ډېر لرې دی چې طالبان به په زور واک ترلاسه کوي.

نوموړي هیله ښودلې چې د ملي روغې جوړې پروسه به پیلېږي چې په پایله کې به یې د ملي تړون حکومت جوړ شي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم دا احتمال چې طالبان به ټول افغانستان ونیسي ډېر لږ بللی.

کابلوف ویلي، فکر نه کوي چې طالبان دې افغانستان ونیولی شي.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له خپل هندي سیال جې شنکر سره یوې خبرې غونډې ته ویلي، چې سوله ییز او باثباته افغانستان د امریکا او هند دواړو هېوادونو لپاره ګټور دی.

بلېنکن ویلي، هند په سیمه کې د امریکا مهم ملګری هېواد دی او هند د افغانستان په ټیکاو او پرمختګ کې مهم رول لوبولی، نوموړي هیله ښودلې چې هند به راتلونکي کې هم دغه رول ولوبوي.

د هند بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د ولسواکۍ پر ټینګښت او ودې ټینګار کړی.

نوموړي له بلېنکن سره تر لیدنې وروسته ویلي، هند او امریکا دواړه په دې باوري دي چې د افغانستان مساله پوځي حل نه لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دغه راز ویلي، هغسې چې طالبان ښاري سیمو ته نږدې کېږي، فعالیتونه یې د ډېرې اندېښنې وړ دي.

نوموړی وايي، دوی د افغان ځواکونو ملاتړ کوي او امریکا به داسې یو حکومت و نه مني، چې پر خپل ولس ظلم کوي.

وروستي مطالب