فبروري 26, 2021

روسیه: د سیمې له هېوادونو سره د افغان سولې لپاره خبرې کوو

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په مسکو کې له هندي چارواکو سره کتلي دي.

دواړو لورو په سیمه کې پر روان وضعیت خبرې کړې دي.

سرګي لاوروف زیاته کړې دوی د افغان سولې په اړه د سیمې له هېوادونو سره په خبرو بوخت دي او هڅه کوي طالبان دې ته تیار کړي چې د جګړې په پای ته رسولو کې هڅې ډېرې کړي.

نوموړی زیاتوي چې د افغان سولې په تړاو د پاکستان او مسکو اړیکې هم ډېرې شوې دي چې باید هند یې په اړه اندېښمن نه وي.

د لاوروف په وینا روسیه غواړي سیمه په راتلونکې کې له یوه احتمالي خطر وژغوري له همدې امله یې د سیمې له هېوادونو سره بحثونه پيل کړي دي.

سرګي لاوروف داسې مهال دا څرګندونې کوي چې وړمه ورځ د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د پاکستان د پوځ له مشر جنرال باجوه سره پر افغان سولې خبرې کړې دي.

د پاکستان د پوځ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې کابلوف اسلام اباد ته د رسمي سفر پر مهال د پوځ له مشر جنرال قمر باجوه سره لیدلي دي.

سرچینې زیاته کړې چې په دې لیدنه کې جنرال باجوه ویلي چې د افغانستان سوله د ټولې سیمې په ګټه ده او په همدې موخه دوی د افغان سولې پروسې ملاتړ کوي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې دواړو لورو د افغان سولې پروسې پر وروستیو پرمختګونو خبرې کړې او کابلوف د پاکستان د هڅو ستاینه کړې ده.

د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په داسې حال کې پاکستان ته سفر کړی چې څو ورځې وړاندې یې په یوه مرکه کې ویلي وه، چې ددوحې د سولې پروسه بې مانا ده او په افغانستان کې باید لنډمهاله ایتلافي حکومت جوړ شي، چې افغان حکومت یې دا څرکندونې وغندلې.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*


ننګرهار کې یو نوی زېږېدلی ماشوم د تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

د ننګرهار چارواکي وایي، د دغه ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې یو نوی زېږدلی ماشوم تښتول شوی و چې بېرته پولیسو د تښتوونکو له منګولو ژغورلی دی. د ننګرهار ولایت رسنیز دفتر وایي، د دغه ... نور ولولئ