روسیه: د سولې کیلي په اسلام اباد نه، کابل کې ده

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې د سولې کیلي په اسلام اباد نه، بلکې په کابل کې ده.

کابلوف له دویچه ویله سره په تازه مرکه کې زیاته کړې، په هغه صورت کې د افغان سولې کیلي په کابل ده چې افغان دولت له طالبانو سره اساسي مذاکرات پیل کړي.

هغه دغه راز له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته وضعیت له ۹۰مې لسیزې سره پرتله کړی دی او زیاته کړې یې ده چې د بهرنیو عسکرو تر وتلو وروسته به افغان حکومت په هغه اندازه پیاوړی وي لکه له دغه هېواد څخه د شوروي ځواکونو تر وتلو وروسته حکومت.

کابلوف دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې ډېری افغان او بهرنیو چارواکو او کارپوهانو په وار وار ویلي چې د افغان سولې کیلي په اسلام اباد کې ده او که چېرته پاکستان وغواړي په افغانستان کې سوله راتلی شي.

بلخوا د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازی توماس نیکولسن چې پر افغان سوله له پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره اسلام اباد ته تللی دی وایي، په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ په ټپه ولاړې خبرې باید د دواړو لوریو د اساسي وړاندیزونو په منلو سره بېرته پیل او پر مخ لاړې شي.

هغه دغه راز د خبرو له لارې د افغان کشالې پر پای ته رسېدو او د تلپاتې اوربند پر رامنځته کېدو ټینګار کړی دی.

د ویلو ده چې څو ورځې وړاندې په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو دواړو لوریو د یوې ناستې په ترڅ کې د مذاکراتو پر چټکتیا هوکړه کړې وه خو شاوخوا د یوې اوونۍ په تېرېدو یې هیڅ کومه بله ناسته نه ده کړې.