روسیه: د افغانستان کشمکشونو کې موږ لاس نه لرو

روسیه وایي د تاوتریخوالي او جګړو پر مټ افغانستان ته دایمي ثبات نه شي راتللی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې دوی په افغانستان او سیمه کې د جګړو د دوام ملاتړي نه دي.

د نوموړې په وینا په افغانستان کې د جګړو او قومي کشمکشونو دوام د هېڅ لوري په ګټه نه دی او د ټولې سیمې ثبات له خطر سره مخ کوي.

نوموړې د یوې پوښتنې په ځواب کې هغه ادعاوې هم رد کړې چې ګواکي روسیه په پنجشیر کې د مقاومت له جبهې سره د وسلو مرسته کوي.

د زخارووا په خبره دا خبرونه جعلي دي او روسیې هېڅ وخت په افغانستان کې ښکېلو لورو ته وسلې نه دي ورکړې او نه به په داسې یوه اقدام لاس پورې کړي.

نوموړې ویلي په افغانستان کې د دایمي ثبات له راتګ سره مرستو ته تیار دي.

About عاقله اسد 1244 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله