روسیه: د افغانستان په اړه ګڼ نور کنفرانسونه جوړوو

طالبان توانیدلې چې په تیرو څو کلونو کې له مسکو سره خپلې اړیکې خوږې کړي

روسیه وایي د افغانستان په اړه د غونډو او کنفرانسونو جوړولو ته ادامه ورکوي.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی افغانستان ته د اقتصادي مرستو د جذب په لټه کې دي چې له همدې امله به ددغه هېواد په اړه کنفرانسونه او غونډې ډېرې کړي.

کابلوف ویلي سبا به د ایران کنفرانس ترسره کېږي او ټاکل شوې چې په راتلونکې میاشت کې هم د افغانستان په اړه څو کنفرانسونه جوړ شي.

هغه ټینګار کړی چې نړۍ باید د افغانستان د بیا رغونې لپاره مرستې ډېرې کړي، له نوي حکومت سره دې مرسته وکړي او پر دوی دې فشارونه نه راولي.

نوموړي ټينګار کړی چې د نړۍ اوسنی چلند د افغانستان پر وړاندې د بشري ناورین سبب کېدلی شي ځکه دمګړی په افغانستان کې د خوړو کمښت رامنځ ته شوی او خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

په ورته وخت کې چین یو ځل بیا له افغانستان سره د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د افغانستان د رییس الوزرا مرستیال ملا برادر په دوحه کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ یې سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او بشري مرستو خبرې شوې دي.

چین ویلي چې په وروستیو دوو میاشتو کې د نوي حکومت په راتګ سره د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ښې شوې دي او د لا پراختیا په حال کې دي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر ژمنه کړې چې له افغانستان سره به خپلو مرستو او همکاریو ته ادامه ورکوي او ددغه هېواد تر څنګ ولاړ دي.

ملا برادر هم له چینایي لوري مننه کړې چې د افغانستان تر څنګ ولاړ دي او خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.

هغه ډاډ ورکړی چې له ټولې نړۍ سره د سالمو او ګټورو اړیکو ملاتړي دي او په دې برخه کې به خپلې هڅې کوي.

About عاقله اسد 950 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله