اپریل 20, 2021

روسیه:د افغان جګړې د پای ته رسېدو لپاره مو د مسکو غونډه رابللې

روسیې ویلي د روانې میاشتې په اتلسمه د افغان سولې په اړه غونډه جوړوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا ویلي له دې غونډې یې هدف دا دی چې په افغانستان کې روان تاوتریخوالی کم شي، جګړه ختمه شي، دواړه لوري په خپلو کې شته ستونزې حل کړي او په پایله کې یې یو ازاد، با ثباته، خپلواک او پرمختللی افغانستان جوړ شي.

زخارووا زیاته کړې چې په دې غونډه کې یې د طالبانو او افغان حکومت په ګډون امریکا، چین او پاکستان ته یې د ګډون بلنه ورکړې ده.

نوموړې تمه ښودلې چې افغان حکومت او طالبان به په دې کنفرانس کې مخامخ خبرې وکړي او د یادو هېوادونو په منځګړیتوب به شته فاصله یو څه را کمه شي.

روسیې بیا تر دې وړاندې ګڼو افغان چارواکو ته په کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړې ده، خو تر اوسه افغان حکومت او سیاسیونو په دې اړه خپله پرېکړه نه ده اعلان کړې.

د یادونې ده چې تېره ورځ د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر په کابل کې د روسیې له سفیر دیمتري ژیرنوف سره کتلي دي.

ژیرنوف په دې لیدنه کې د مسکو د راتلونکي کنفرانس په اړه اتمر ته معلومات ورکړي دي او ویلي یې دي روسیه تمه لري چې ژر تر ژره افغان جګړه ختمه شي او دوی وکړی شي د سولې په برخه کې له افغانانو سره همکاري وکړي.

حنیف اتمر هم ویلي چې د سولې په برخه کې د سیمې د هېوادونو همکاري اړینه ده.

اتمر په دې کنفرانس کې د ګډون په اړه څه نه دي ویلي خو وایي چې افغان حکومت به تر سلا مشورو وروسته خپل نظریات د مسکو کنفرانس په اړه له روسیې سره شریک کړي.

وروستي مطالب