روزګان کي د فوټبال لوبي پای ته ورسېدې

روزګان کي د فوټبال جوړ سوی ټورنمنټ پای ته ورسېد
د مسئولینو په خبره درې اونۍ مخکي په روزګان ولایت کي د فوټبال سیالۍ پيل سوي وې، چي پرون جمعه د اتفاق فوټبال لوبډلي په لومړي مقام خپلولو سره پای ته ورسېدې.

د روزګان ولایت د فوټبال فدراسیون مسئول میرزا محمد امیرزي یاران ته وویل، چي د یادو سیالیو پایلوبي ته د اتفاق فوټبال لوبډلي سره رحیمي فوټبال لوبډلي لاره پيداکړې وه، چي لوبه ۲ ګولونه په مقابل کي د ۲ ګولونو په مساوي ډول پای ته ورسېده او وروسته په پينالټيو کي اتفاق ټيم بریا خپله کړه.

د امیرزي په خبره، چي د یادو سیالیو له پيله ۸ لوبډلو ګډون کړی وو او په لومړي پړاو کي یادي ۸ لوبډلي په دوو ګروپونو کښي یو د بل په وړاندي ولوبېدې.

د امیرزي په خبره، چي د یادو لوبو څخه ئې موخه دا ده تر څو روزګاني فوټبالران د یادو سیالیو د جوړېدو له لاري نورو لوبو ته وهڅول سي او ښې لاسته راوړني د روزګان لپاره ترلاسه کړي.
دا سیالۍ په داسي مهال ترسره سوې، چي روزګان کي تر پخوا سپورټي هڅي زیاتي سوي، خو لوبغاړي د مرکزي ادارې څخه د لا نورو لوبو او سپورټي لوبغالو غوښتنه کوي.




وروستي مطالب