روحاني لوبډله د خپلواکۍ جام اتله سوه.

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

ليکنه: مدثر دعوت
هلمند کي د خپلواکۍ د سلمي کليزي په وياړ د کريکټ ۲۰ اووريز ټورنمينټ پایته ورسيدی.
د خپلواکۍ په نوم ټورنمينټ چي د جولای مياشتي په ۳۰مه نيټه د ۱۸ لوبډلو په شتون کي ييل سوی وو د اګسټ په ۱۶مه نيټه د روحاني کريکټ لوبډلي په اتلولۍ پایته ورسيدی.
په پايلوبه کي د روحاني لوبډلي سره سباوون کريکټ لوبډله پايلوبي ته ووتله.
fb img 15659760348887452142983659814503 1 روحاني لوبډله د خپلواکۍ جام اتله سوه.
د لوبي پچه روحاني لوبډلي وګټله او د توپ اچووني پريکړه يې وکړه.
سباوون لوبډلي په پوره ۲۰ اوورنو کي ۲۱۱ منډي هدف وټاکی.
محمدالله ۶۸، محمديوسف ۶۳ او احسان الله ۳۵ منډي وکړې.
د روحاني لوبډلي لپاره محب الله ۳ او عبدالباري ۲ ويکټي واخيستلې.
fb img 1565976041263461349327460366595 روحاني لوبډله د خپلواکۍ جام اتله سوه.
د سباوون لوبډلي ۲۱۱ منډي هدف که څه هم لوړ وو خو روحاني لوبډلي بريدګره توپوهنه وکړه.
نصيب الله ۸۰ او زلمي ۶۳ ناسوځيدلي منډي وکړې، همدارنګه شريف الله ۲۷ منډي وکړې.
د سباوون لپاره محمدالله او خان محمد يوه يوه ويکټه ترلاسه کړه او لوبه روحاني لوبډلي په ۱۹م اوور کي پايته ورسوله.
fb img 1565976423557529257295927098915 روحاني لوبډله د خپلواکۍ جام اتله سوه.
روحاني لوبډلي سباوون ته په ۷ ويکټو ماته ورکړه او د خپلواکۍ د بيرته اخيستلو د سلمي کليزي په وياړ د ټورنمينټ جام يې پورته کړ.
د ټورنمينټ د غوره توپوهونکي جائزه شريف الله او دغوره توپ اچوونکي جائزه همايون ته ورکړل سوه.
20190816 2154207542866945071573658 روحاني لوبډله د خپلواکۍ جام اتله سوه.
د يادولو وړ ده چي د ټورنمينټ د پايلوبي د کتلو لپاره د هلمند والي تورن جنرال محمد ياسين خان،د لښکرګاه ښاروال عصمت الله صمدي او د هلمند کريکټ امر محمدحسين فولادوال هم راغلي وه.fb img 15659760653941250511721216814809 4 روحاني لوبډله د خپلواکۍ جام اتله سوه.