رسنۍ: ډوپلیسي له ټکر وروسته یوه برخه حافظه له لاسه ورکړې

د سویلي افریقا پخواني لوبډلمشر د پي‌اېس اېل لوبو پرمهال د جون په دولسمه د پېښورزلمي لوبډلې پر وړاندې لوبه کې له محمدحسنېن سره د ټکر له امله خپله حافظه له لاسه ورکړې ده.

بال د توپ وهونکي لخوا ولوبول شو او دا توپ د ډپلیسي لخوا د فیلډ کېده، نوموړي په توپ پسې ډایف واړاوه یا یې ځان وغورځاوه، چې دې وخت کې محمد حسنېن هم راورسېد او پښه یې د ډوپلیسي له سر سره ولګېده او پر ځمکه وغځېد.

له دې وروسته ډوپلیسي ژوبل شو او تازه رسنیو لیکلي چې هغه اوس حافظه له لاسه ورکړې ده او تر درملنې لاندې دی.

خپله ډوپلیسي له هغو کسانو مننه کړې، چې ده ته یې د تسلۍ لپاره پېغامونه وراستولي دي.

ډوپلیسي لیکلي دي« له ټولو هغو ملګرو مننه کوم، چې د تسلۍ پېغامونه یې راستولي دي، زه اوس له روغتون څخه هوټل ته رانتقال شوی یم، ما د ټکر له امله د حافظې ځېنې برخه له لاسه ورکړې وه، کېدای شي ښه شم او هیله ده چې ژر به بېرته لوبو ته ستون شم».

فاف ډوپلیسي د پي‌اېس‌اېل په شپږم پړاو کې د کوېټې لوبډلې په ګټه لوبېږي او لوبډله یې د نومرو په جدول کې وروستۍ ده.

د پي‌اېس‌اېل ۲۲ مه لوبه او ا اسلام اباد بریا

په دې لوبه کې کراچۍ کېنګز او اسلام اباد یونایټېډ لوبډلې مخ شوې، چې کراچي کېنګز لوبډلې د نجیب الله ځدران د ۷۱ ناسوځېدلو منډو او د بابراعظم د ۸۱ منډو په مرسته ۱۹۰ منډې وکړې.

دواړو په درېیمه وېکټ ۱۱۷ منډې ملګرتیا وکړه.

اسلام اباد یونایټېډ یاد هدف د دوه لوبغاړو په سوځېدو سره د کولېن منرو د ۸۸ ناسوځېدلو منډو او د افتخاراحمد د ۷۱ ناسوځېدلو منډو په مرسته په نولسم اوور کې پوره کړ او کراچي کېنګز ته یې په ۸ وېکټو ماته ورکړه.

دوی دواړو ۱۵۰ ناسوځېدلې منډې ملګرتیا وکړه.

د لوبې غوره لوبغاړی افتخاراحمد وپېژندل شو.

په دې لوبه کې دوه کېچونه د کولېن منرو او یو کېچ د افتخار احمد ډراپ شول او همدې چارې کراچۍ له ماتې سره مخ کړه.

اسلام اباد یونایټېد د نومرو په جدول کې ۱۲ نومرې لري او لومړی مقام یې خپل کړی دی.

نن مازیګر پنځه نیمې بجې لاهور قلندرز د کوېټې پروړاندې د لیګ ۲۳ مه لوبه کوي او ماخستن لس نیمې بجې پېښورزلمي د کراچۍ پر وړاندې د سیالۍ ډګرته ښکته کېږي.

وروستي مطالب