تېره ورځ افغان ایلیون لوبډلي د هندوستان د ډهلي کرکیټ لوبډلي سره یوه تمریناتي شل آوریزه لوبه په ګریټر نویډا ښار کي ترسره کړه، چي افغان ایلیون لوبډلي ډهلي ته د ۸۶ منډو په توپیر سخته ماته ورکړه.
د لوبي پچه افغانانو وګټله او لومړی ئې د توپوهني پرېکړه وکړه.
د باران له امله لوبه له شلو آورونو ۱۹ ته راکښته سوه.
افغان لوبډلي په ټاکلو ۱۹ آورونو کي ډهلي ته د ۲۳۱ منډو لوی هدف وټاکه، چي پکښي رحمن الله ګربز ۶۴، اصغر افغان ۶۰، نجیب الله ځدران ۶۰ او کریم جنت بیا ۲۳ منډي جوړي کړې.
ورپسې د ډهلي لوبډلي توپوهنه پیل کړه، چي د افغان ایلیون لوبډلي په وړاندي ئې مقاومت ونه سو کړای او یوازي د ۱۴۴ منډو په ترلاسه کولو سره ئې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړه، په داسې حال کې چې د افغان توپ اچوونکو له منځه مجیب االرحمن درې، کریم جنت او ګلبدین نایب دوه-دوه، شاپور ځدراڼ او راشدخان بیا یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه او د خپلې لوبډلي ته ئې بریا ورپه برخه کړه.
د دې تمریناتي لوبي موخه د ایرلینډ په وړاندي راتلونکو شل آوریزه لوبو ته چمتوالی نیول دي.
ټاکل سوې افغان او ایرلینډ کرکیټ ملي لوبډلي د درو شل آوریزه سیالیو لړۍ د راتلونکي جمعې په ورځ پیل کړي.
په یاده لوبه کي ځوان لوبغاړي رحمن الله ګربز تر ټولو ډېري ۶۴ منډي جوړې کړې، چي په دې سره ئې یو ځلي بیا خپله وړتیا ثابته کړه.
رحمن الله ګربز یو له هغو ځوانو لوبغاړو څخه دئ، چي ټول افغانان ئې راتلونکی روښانه بولي.