سپورټ نړیوال کرکټ

رحمت شاه ؛ دا مي ارمان وو چي ټسټ کي لومړۍ سلیزه زما په نوم سي.

لیکنه : عبدالله عادل

د ۲۰۱۹ کال د مارچ میاشتي په ۱۶مه رحمت شاه ددې موقع درلوده چي خپل خوب پوره کړي او د افغانستان لپاره په ټسټ کي لومړی سلیزه جوړونکی لوبغاړی سي خو کله چي نوموړي د ایرلینډ خلاف ټسټ لوبه کي پر ۹۸ منډو توپ وهنه کول د لینت توپ د کټ کولو هڅه یې وکړه چي توپ ترې پاته سو او پر همدا ۹۸ منډو باندي وسوځېد او یو قیمتي موقع یې له لاسه ورکړه.

خو دا مهال باید رحمت شاه هغه تاریخ هېر کړي ځکه چي نوموړي نن د بنګلدېش خلاف په یواځنۍ ټسټ لوبه کي د ۱۰۲ منډو له جوړولو وروسته خپل نوم تاریخ ته داخل کړ، دا ځکه چي هغه نن د بنګلدېش د پياوړو ورو توپ اچونکو خلاف سلیزه جوړه کړه او په دغه سلیزي سره لومړی افغان لوبغاړی سو چي په ټسټ لوبو کي سلیزي ترسره کوي.

رحمت شاه د لومړی ورځي تر پای ته رسېدو وروسته خبریالانو ته ویلي:

”ما دا ارمان درلود چي د افغانستان لپاره لومړی سلیزه جوړونکی لوبغاړی سم.په طبیعي ډول کله چي د ایرلینډ خلاف په ۹۸ منډو وسوځېدم سخت خوابدی وم ، نن ما موقع ترلاسه کړه او سلیزه مي ترسره کړه او دا زما لپاره د ویاړ شېبه ده.زه لومړی لوبغاړی یم چي د افغانستان لپاره مي ټسټ کي پنځوسیزه ترسره کړې او اوس سلیزه. “

کوم څه چي د نوموړي کارکردګي یې نور هم نه هېرېدونکي کړه هغه د افغانستان حالت وو، د داسي لوبډلي خلاف چي خطرناکه ورو توپ اچونه لري . بنګلدېش پر خپلي ورو توپ اچوني تکیه کوله او ۷۱ منډو کي يې د افغانستان درې لوبغاړي اوټ کړي وه خو رحمت شاه هر څه کنترول کړه او د ورځي په پای کي افغانستان د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۷۱ منډي جوړي کړې.

رحمت شاه په خپلو خبرو کي زېاته کړې:

”ویکټ د توپ وهني لپاره جوړه وه په ځانګړي ډول کله چي توپ نوی وو. کله چي توپ نوی وو توپ وهونکي یې د ستونزو سره مخ کول خو کله چي سیټ سوې بیا یې لوبول اسانه سوه. دا زما پلان وو چي پر فرنټ فوټ باندي ولوبېږم. دوی په ښه ځای کي توپونه اچول او زما لپاره یې ښه ډګرساتنه اخیستې وه .دا زما لپاره اسانه نه وه چي منډي جوړي کړم نو ځکه ما کریس استعمالوه او پر فرنټ فوټ مخته راتلم . “

د لسو څلوریزو او دوو شپږیزو په پاړۍ کي رحمت ځيني بهترین شاټونه ترسره کړه او د سلیزي تر څنګ یې د اصغرافغان سره د سلو منډو ملګرتیا هم جوړه کړه څوک چي د ورځي په پای کي پر ۸۸ منډو ناسوځېدلی پاته سو .

” په ټوله کي دا د یو خطرناکه او باتجربه ورو توپ اچوني پر وړاندي بهترینه توپ وهنه وه. دوی عادي ورو توپ اچونکي ندي. دوی ډېر ښه ورو توپ اچونه لري په ځانګړي ډول شکیب الحسن. هغه د نړۍ لومړی درجه توپ اچونکی دی او همدا ډول تاج الاسلام او مهدي حسن هم ټسټ کرکټ کي ښه ثابت سوي . موږ په خپل دماغ د چټکو توپ اچونکو لپاره جوړ کړی وو خو دوی په پیل کي په ورو توپ اچونکو سره لوبه پيل کړه. “

د افغانستان د توپ وهني د ملاتیر لوبغاړي رحمت شاه په وروستیو کي ویلي:

”موږ ډېر محدود کرکټ ترسره کړی لیکن موږ نړیوال کپ هم ترسره کړی کوم چي د کرکټ څلور ورځنی تورنمینټ دی . موږ دوه ځلي هغه تورنمینټ ګټلی او موږ د هغه څخه د اوږد فارمټ په اړه ډېر څه زده کړي. د څلور ورځني او پنځه ورځني کرکټ تر منځ دومره فرق نسته. “

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عبدالله عادل - کندهار کې د یاران ټیم غړی