رحماني: هر کال سلګونه میلیونه ډالر غلا کېږي

هر کال په هېواد کې د فساد له امله شاوخوا هدوه نیم میلیارده ډالر ضایع کېږي او شخصي جیبونو ته ځي.

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال په هېواد کې په تېره په مالیاتي برخه کې پر روان فساد سخته نیوکه وکړه او زیاته یې کړه چې هر کال شاوخوا دوه نیم میلیارده ډالر د فساد له امله حیف میل کېږي او شخصي جیبونو ته ځي.

له دې سره جوخت د ولسي جرګې ګڼو غړو ددې غوښتنه وکړه چې د مالیې وزارت سرپرست دې ژر تر ژره د څېړنو په موخه لویې څارنوالۍ ته ور معرفي شي او شته فساد په اړه دې وضاحت ورکړي.

د ولسي جرګې رییس بیا وویل چې د هېواد ۲۸ بندرونه او ټول ګمرکونه په فساد کې غرق دي او هېڅوک ددغه فساد د له منځه وړلو لپاره اقدام نه کوي.

تر دې وړاندې د افغانستان پر روڼتیا د څار بنسټ بیا ویلي وو چې فساد د افغانستان په ګمرکاتو کې په پلان شوې توګه روان دی او لوړپوړي حکومتي چارواکي پکې لاس لري.

په ورته وخت کې ځینو نورو وکیلانو وویل، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ديپلوماتیک ماموریت ددې پر ځای چې د جګړو له کمولو سره مرسته وکړي برعکس د جګړو د ډېرېدو او تاوتریخوالي سبب شوی دی.

د ولسي جرګې غړي الله ګل مجاهد وویل چې زلمی خلیلزاد او ورسره مل پلاوی یې په رښتیني توګه د جګړې د کمولو په لټه کې نه دي، بلکې په دې لټه کې دي چې افغانستان د کورنۍ جګړې لور ته بوځي.

نوموړي پر وکیلانو غږ وکړ چې یو شل کسیز پلاوی جوړ کړي او طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره دې تیاری ونیسي.

هغه زیاته کړه چې د حکومت ډيری چارواکي پردي دي، له نورو هېوادونو راغلي او له امریکا سره یو ځای به له دې هېواد ځي نو ځکه دوی ته د افغانستان سوله مهمه نه ده.

وکیلانو ټینګار وکړ چې نړیوال دې هم په افغانستان کې د جګړې د کمولو لپاره هڅه وکړي او نړیوال بنسټونه دې هم په دې برخه کې خپلې همکارۍ ډېرې کړي.




وروستي مطالب