راځئ د نړۍ تر ټولو ځوانه میلیاردره وپېژنو!

۲۲ کلنه کایلي جنر، چي د کیم کاداشیان خور ده، د نړۍ تر ټولو ځوانه میلیاردره ښځه وپېژندل شوه.
د Forbes په نوم یوې امریکايي ورځپاڼي راپور ورکړی، چي امریکايي سوداګره، موډله او هنرمنده کایلي جنر د نړۍ تر ټولو ځوانه میلیاردره شوه.
دا دوهم ځل دئ، چي کایلي جنر د نړۍ تر ټولو د ځواني میلیادري لقب خپلوي. هغه تر دې مخکي هم د نړۍ تر ټولو ځوانه میلیاردره پېژندل شوې وه.
راپورونه وايي، چي د هغې سوداګري ۱،۲ میلیاردو ډالرو ته رسېدلې ده.

کیم کاداشیان چي د کایلي جنر خور ده، هغه هم موډله او د فلم ستورې ده، چي زیات شمېر مینوال لري.
کایلي جنر په ۲۰۱۶م کي د سینګاري سامان آلاتو سوداګري پيل کړه، چي وروسته ئې په ۲۱ کلنۍ کي سوداګري یو میلیارد ډالرو ته ورسوله.
په دې سره ئې د فیسبوک جوړونکي (مارک زاکربرګ) څخه پرمختګ وکړ، چي هغه بیا په ۲۳ کلنۍ کي خپله پانګه یو میلیارد ډالرو ته رسولې وه.

تر ۲۰۱۸م پوري تر ټولو د ځوان میلیادر لقب مارک زاکربرګ ته ورکول کېدی، خو په ۲۰۱۹م کي فوربس ورځپاڼي اعلان وکړ، چي اوس د نړۍ تر ټولو ځوانه میلیاردره کایلي جنر ده.
په ۲۰۱۴م کي ټایمز ورځپاڼۍ د نړۍ ۲۵ تاثیر لرونکي نوي ځوانان وښودل، چي په هغه لیست کي کایلي جنر هم راغله.
هغې په ۲۰۱۴م کي د یوه مشهوره آمریکايي تور پوستي رپ ویونکي سندرغاړي تایګا سره عشقي اړیکه جوړه کړه.

وروسته ئې له هغه څه د استورمي په نوم یوه لور هم پيدا سوه، خو اوس دوي سره جلا سوي او له یو بل سره ژوند نه کوي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.