راميز راجا: پاکستانۍ لوبډله دي کريکټ زده کړي!

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

ليکنه: مدثر دعوت
اسټراليا د پاکستان څخه د ۲ ټيسټ لوبو لړۍ کي دواړي لوبي وګټلې.
تر ټيسټ لوبي وړاندي هم اسټراليا د شل اووريزو لوبو لړۍ وګټله.
د پاکستان کريکټ ملي لوبډلي پخوانی لوبغاړی او اوسنی کمينټراټور د خپل هيواد لوبډلي ته سخت په غوصه دی.

رامز راجا وايي تاسو باور وکړئ چي پر لوبه تبصره هيڅ خوند نه راکوي ځکه زړه مي مات دی.
راجا وايي اسټرالياوۍ لوبډله د ډيري توپوهني له لاسه ستړې سوه هيڅ ياکستانی توپ اچوونکی پدې نه سو توانيدی چي اسټراليايي لوبډله د بريدګري توپوهني څخه راوګرځوي.
دی وايي ډيويډ وارنر بريدګره توپوهنه وکړه او د پاکستان توپ اچوونکي يې د ماشومانو په څير لوبول،هيڅ داسي نه بريښيدل چي پاکستان دي نړيوال کريکټ کوي.

پاکستان خپلي ويکټي پخپلي خوښي ورکولې او هيڅ تخنيک يې په لوبه کي نه ليدل کيدی.
وايي ياسر شاه داسي توپ اچوونه کوله لکه د ښوونځۍ يو ماشوم او شاهين شاه کي هم دومره اهليت نه وو چي پر اسټراليا فشار وارد کړي.
راجا د پاکستانۍ لوبډلي د توپوهني څخه هم ناراضه دی.
نوموړی وايي د بونسر په وړاندي ډير عاجزه وه،ترې تښتيده او لوبغالی بې ترک وهی،هيڅ تخنيکي لوبه يې نه کوله.
د راجا په نظر يوازي بابر اعظم او شاهين شاه افريدي لوبډله د شرم څخه وژغورله.
د رامز په خبره پاکستانۍ لوبډله دي يوځل کريکټ زده کړي بيا دي د اسټراليا سره لوبه وکړي،د ماشومانو په څير کريکټ دي نکوي.
دی وايي پاکستاني مينوالو هيڅ توقع نه درلوده،زړونه يې مات سوي وه او د لوبي کتلو ته نه راتله،حتی د اسټراليا مينوالو په وروستيو کي پاکستاني کريکټرانو ته ښکنځل کوله ځکه اسټراليايان د کريکټ څخه د خوند اخيستلو لپاره راغلي وه د هغوی يوازي هدف دا نه وو چي د وارنر او اسټراليا کريکټ وګوري خو متاسفانه لوبه يو طرفه وه او مينوالو ترې هيڅ خوند وا نه خيستی.

رامز راجا په داسي حال کي پاکستانۍ لوبډله وکوټله چي اسټراليايۍ لوبډلي ورڅخه په يوې پاړۍ او ۴۸ منډو دويمه ټيسټ لوبه هم وګټله،او ډيويډ وارنر ورباندي ۳۳۵ ناسوځيدلي منډي وکړې.
تر نړيوال جام وړاندي رامز راجا د افغان لوبډلي ډير توصيف کړی وو خو په هغه جام کي افغان لوبډلي هيڅ لوبه ونه ګټله.