راشد په سل بالیز کې مجیب ته ماته ورکړه او د لوبې غوره لوبغاړی شو

د انګلستان د سل توپونو سوداګریزو سیالیو په جران کې تېره شپه اوومه لوبه د نارترن سوپرچارجرز او ټرېنټ راکېټس ترمنځ ترسره شوه.

سوپرچارجرز لوبډلې چې مجیب الرحمن هم ورسره مل دی، د ټاس په ګټلو سره توپوهنه وکړه، دې لوبډلې په ۹۹ توپونو لوبولو سره د هېري بروک د ۳۸ منډو او د جان سېمپسن د ۴۲ منډو په مرسته ۱۳۲ منډې وکړې او لس وېکټې یې ولوېدې.

راشدخان په شل توپونو ۳۱ منډې ورکړې او درې وېکټې یې واخیستې او مارچنټ ډیلیېنج په ۱۴ توپونو ۲۲ منډې ورکړې او درې لوبغاړي یې وسوځول.

د راشدخان لخوا اوپنر توپوهونکی ادم لایت په لس منډو بولډ اوټ شو، ټام کوهلر یې هم کلین بولډ کړ او مجیب الرحمن یې په کېچ اوټ سره په صفر رخصت کړ.

ټرېنټ راکېټس لوبډلې یاد هدف په ۹۴ توپونو د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره د الېکس هېلس د ۴۰ ناسوځېدلو منډو او د راشدخان د ۲۵ چټکو منډو پرمټ پوره کړ او نارترن سوپرچارجرز ته یې په ۲ وېکټو ماته ورکړه.

راشدخان په ۱۲ توپونو ۲۵ منډې وکړې، چې ۴ څلوریزې او یوه شپږیزه پکې شامله وه.

په دې سره خان د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو او دا یې په سل بالیز کرکټ کې دویمه پرله پسې بریا ده، چې ټرېنټ راکېټس لوبډله یې خپلوي.

بل پلو مجیب الرحمن هم په ۲۰ توپونو ۲۴ منډې ورکړې او دوه وېکټې یې ترلاسه کړې.

د نومرو جدول

د راشدخان دې لوبډله ټرېنټ راکېټس د ۴ نومرو په لرلو سره لومړی مقام لري، له دوه لوبو یې دواړه ګټلي.

د اوول اېنوېسېبل لوبډله دویم ځای لري، د مانچیسټر اورېجنل درېیم، برمینګهم فونېکس څلورم، د قیس احمد دې لوبډله وېلش فایر پنځم، د محمدنبي دې لوبډله لندن سپایریټ شپږم، د مجیب الرحمن دې لوبډله نارترن سوپرچارجرز اووم او ساوترن برېف وروستی ځای خپل کړی دی.

نن شپه لس بجې قیس احمد دې لوبه لري او له ساوترن بریف لوبډلې سره سیالي کوي او سبا شپه لس بجې بیا مجیب الرحمن دې خپله درېیمه لوبه کوي.

 

وروستي مطالب