د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې د تکړه لوبغاړي راشدخان مور نن پنجشنبه د ورپيښې ناروغۍ له امله وفات شوه.
معلومه نده، چي د راشدخان مور کومه ناروغي لرله، خو څو ورځې مخکې راشدخان پر خپل ټویټر ولیکل، چي د مور لپاره مې دعاوي وکړئ.
راشدخان په یاد ټویټ کې زیاته کړې وه:
«ګرانو هیوادوالو! مورجانه مي مریضه ده، مهرباني د صحت لپاره یې دعاوي وکړئ.»
پر ټولنیزو رسنیو ګڼو هیوادوالو پوسټونه کړي او د راشدخان ارمان مور ته یې د مغفرت دعا کړې.
د یادولو ده چې تېر کال د ملې لوبغاړي راشد خان پلار د ورپیښي ناروغۍ له امله وفات شوی و او سږ کال یې بیا مور بي بي هم وفات شوه.
راشدخان ارمان د افغان کرکټ ملې لوبډلې هغه لوبغاړی دی، چې په داخلي او نړیواله کچه پراخ مینوال لري.