Advertisements
سپورټ

راشد خان د ای بي ډویلیرز څخه د نړیوال جام غچ واخیست

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي راشد خان د هندوستان په «IPL» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې د کرکټ بې رحمه توپ وهونکي «ای بي ډویلیرز» څخه د تیر ۲۰۱۶ م کال د کرکټ ۲۰ اوریزه نړیوال جام غچ واخیست.

د جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې د توپ وهنې بریدګر لوبغاړی «ای بي ډيویلیرز» چې په نړیوال کرکټ کې د چټکې توپ وهنې له کبله بې شمیره مینه وال لري، د هیڅ ډول بالر خلاف په توپ وهنه کې بریک نه نیسي او ډیر کله یې بالران د خپلې توپ وهنې د ډار سره مخ کړي دي.

 نوموړي د ۲۰۱۶ م کال د کرکټ ۲۰ اوریزه نړیوال جام سیالیو کې افغان ګوګلي ماسټر راشد خان هم په یو اور کې د شپږیزو او څلوریزو سره مخ کړی و، چې د راشد خان لپاره د کرکټ په کیریر کې بد ترینه توپ اچوونه وشمیرل شوه.

د افغانستان او جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۲۰ اوریزه نړیوال جام په هغه سیالۍ کې ډیویلیرز په یو اور کې د راشد خان خلاف ۲۹ منډې جوړې کړې، چې پکې ۴ مسلسل شپږیزې او یو څلوریزه شامله وه.

 د کرکټ په نړۍ کې د توپ وهنې بریدګر لوبغاړی ډیویلیرز نه یوازې د راشد خان خلاف دغه ډول برید کونکې لوبه ترسره کړې ده؛ بلکې د جنوبي افریقا لوبډلې په ګته یې د ویسټ انډیز خلاف په ۳۱ بالونو د کرکټ تیز ترینه سلیزه جوړه کړې ده.

د هندوستان د کورني کرکټ یولسم پړاو «اي پي ایل» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو د تیرې شپې په لوبه کې یو ځل بیا افغان لوبغاړی راشد خان د افریقايي ای بي ډیویلیرز سره مخامخ شو، چې په خپل دریم اور کې یې نوموړی بولډ اوټ کړ او د تیر ۲۰ اوریزه کرکټ نړیوال سیالیو غچ یې ترې واخیست.

 ډویلیرز په ۲۰۱۶ م کال کې د هندوستان د کورني کرکټ په «اي پي ایل» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې هم په ۴۳ بالونو خپله تیز ترینه سلیزه جوړه کړې ده.

د کرکټ په ډګر کې ډویلیرز یو د هغه لوبغاړو څخه شمیرل کیږي، چې د توپ وهنې پر مهال هر ډول شاټ نندارې ته وړاندې کوي.

 د سنرایزرز حیدر اباد او رایلز چیلینجرز بنګلور لوبډلو ترمنځ د سیالۍ وړاندې راشد خان په خپلو خبرو کې د دغه لوبغاړي د ویکټې اخیستو هیله ښودلې وه، چې په همدې سیالۍ کې یې په ویکټې اخیستو بریالی شو.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی