راشدخان په یوه مهمه لوبه کې د ټرېنټ راکېټس لوبډلې ملا تړي

 

راشدخان چې په سل بالیز کرکټ کې له ټرېنټ راکېټس لوبډلې سره لوبېږي، تر دې دمه د دې لوبډلې تر ټولو بریالی توپ اچوونکی ثابت شوی دی.

راشدخان په دې سیالیو کې شاوخوا پنځلس وېکټې ترلاسه کړي دي، چې د ټرېنټ راکېټس لپاره تر ټولو مخکښ توپ اچوونکی دی.

نوموړي د همدې اونۍ په سر کې په یوه لوبه کې درې وېکټې واخیستې او په شل توپونو ۱۶ منډې ورکړې او لوبډله یې په اووه وېکټو بریالۍ هم شوه.

 

د جمعې ورځې مهمه سیالي او د راشدخان رول

د جمعې په ماسختن لس بجې د راشدخان دې لوبډله له ساوترن برېف لوبډلې سره په حذف کوونکې لوبه کې مخ ده.

دا لوبه چې هره لوبډله وګټي، هغه پایلوبې ته ځي او بایلونکې لوبډله له سیالیو بهر کېږي.

برمینګهم فونېکس لوبډله پایلوبې ته تللې ده او د اګسټ په ۲۱ مه به د اېلېمېنېټر لوبې ګټونکې لوبډلې سره پایلوبه ترسره کړي.

په دې لوبه کې د راشدخان رول هم په توپ اچونه او هم په توپوهنه کې ډېر مهم دی.

د راکېټس لوبډله د نړۍ تر ټولو غوره لېګ برېک بالر افغان ګوګلي ماسټر لري او کولای شي په خپلې جادویي توپ اچونې مقابله لوبډله رامحدوده کړي او وېکټې یې وغورځوي.

 

د محمدنبي، قیس احمد او مجیب الرحمن دې لوبډلې له سیالیو سره مخه ښه وکړه

د پنجنشبې په ماسختن د محمد نبي دې لوبډلې لندن سپایرېټ له قیس احمد دې لوبډلې وېلش فایر سره لوبه وکړه.

دا لوبه د قیس احمد دې لوبډلې په ۳ وېکټو وګټله، چې قیس احمد پکې د ۱۵ توپونو په ترسره کولو سره یواځې ۲۵ منډې ورکړې او د وېکټې په اخیستلو بریالی نشو.

 

وروستي مطالب