ليکنه: مدثردعوت
په بيګباش ليګ کي نن اډلايډ سټرايکرز او ميلبورن رنجډز لوبډلي سره مخ سوې.
راشدخان نن د خپلي لوبډلي اډلايډ سټرايکرز لپاره د غوره الراونډر لوبغاړي په حيث لوبه وکړه.
۲۵ منډي، ۲ ويکټي او يو رن اوټ هغه څه وه چي راشدخان د لوبي غوره لوبغاړی سو او د اسټراليا رسنيو تر بل هرچا پر ده ډير بحث کوی.
اډلايډ لوبډلي د لوبي پچه و ګټله او توپوهنه يې انتخاب کړه.
اډيلایډ سټرايکرز په پوره ۲۰ اوورونو کي په ۶ ويکټو ۱۵۵ منډي وکړې.
د اډيلايډ لپاره سالټ ۵۴،اليکس کيري ۴۱ او راشدخان ۲۵ منډي وکړې.
د ميلبورن لوبډلي لپاره ريچارډسن ۴ او بویس ۲ ويکټي واخيستې.
ميلبورن د ۱۵۶ منډو هدف لپاره ښه پيل ونکړ،تر ټولو ډيري منډي ورته ارون فينچ ۵۰ او ويبسټر ۳۴ منډي وکړې، پداسي حال کي چي د میلبورن توپوهونکو په پوره ۲۰ اوورونو کي په ۶ ويکټو يوازي ۱۳۷ منډي وکړې.
د اډلايډ لپاره راشدخان،سيډل او اګار دوې دوې ويکټي واخيستې.
سټرايکرز د ۱۸ منډو په توپير لوبه وګټله او راشدخان د لوبي غوره لوبغاړی سو.
دا د اډلايډسټرايکرز لوبډلي دريمه پرلپسې بريا وه چي په نهم پړاو بيګباش کي يې په خپل نوم کوي.
اتمر: ټاکنو کې د طالبانو پر ګډون هیڅ ډول اعتراض نه لرو
د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر ویلي چې افغان حکومت په ټاکنو کې د طالبانو له حضور سره هیڅ راز مخالفت نه لري ځکه د ده په وینا دا چاره به پر دغې وسله والې ... نور ولولئ