راشدخان د یو بل ریکارډ ماتولو په درشل کې دی

 

راشدخان چې د ۲۰۱۵ کال په درشل کې یې افغانستان ته لوبې پیل کړي دي، په لږ وخت کې یې بې ساري پرمختګ نړیوال ګوته په غاښ کړي دي.

که څه هم خان په شل اوریزو لوبو کې په کمو لوبو کې د زیاتو وېکټو اخیستلو ریکارډ کې تر ټولو مخکښو بالرانو مخکې دی؛ خو لا هم د ده لپاره د نورو ریکارډونو دروازې په مخکې دي، ترڅو یې پرانیزي او ځان د یو بل ریکارډ پر برید ودروي.

راشدخان په ۵۱ شل اوریزو لوبو کې ۹۵ وېکټې ترلاسه کړي دي، چې دا یې یو ریکارډ دی.

شاهد افریدي په ۹۷ لوبو کې ۹۸ وېکټې اخیستي دي، ټېم سوتي په ۸۱ لوبو کې ۹۹ وېکټې ترلاسه کړي دي، شکېب الحسن په ۸۳ لوبو کې ۱۰۲ وېکټې او لسېت ملېنګا په ۸۳ لوبو کې ۱۰۷ وېکټې ترلاسه کړي دي.

شکېب الحسن تر ملېنګا وروسته دویم لوبغاړی دی، چې په شل اوریزو لوبو کې د وېکټو سلیزه وهي.

 

د راشدخان د یو بل ریکارډ په درشل کې

دا چې نړیوال شل اوریز جام ته شاوخوا دوه میاشتې وخت پاتې دی، نو افغان لوبډله په دې جام کې فوق العاده ګډون لري او راشدخان پکې د افغان لوبډلې لوبډلمشري هم کوي.

داسې ګونګوسې هم دي، چې افغان لوبډله له نړیوال جام وړاندې له ویسټ انډیز او اسټرالیا سره درې اړخیزه لوبلړۍ لري، که چېري راشدخان په دې لوبو کې ۵ وېکټې واخلي؛ نو کولای شي، چې د وېکټو ترلاسه کولو سلیزه ووهي او په دې ډول به دی درېیم نارینه لوبغاړی شي، چې د وېکټو سلیزه وهي.

د راشدخان لپاره به بل ریکارډ دا وي، چې نسبت له ټولو بالرانو به ډېرو کمو سیالیو کې دا اعزاز حاصل کړي.

دا چې راشدخان نسبت شکېب الحسن او لسېت ملېنګا ته ډېر ځوان دی او شاوخوا لس یا پنځلس کاله نور هم کرکټ کولی شي؛ نو کېدای شي چې راشدخان په دې وخت کې تر دېرشو یا پنځوسو وېکټې ترلاسه کړي، چې د لسېت ملېنګا او شکېب الحسن مقامونه به هم کراس کړي او په دې ډول به دی تر ډېر وخت په شل اوریز کرکټ کې یواځینی بالر پاتې شي، چې زیاتې وېکټې پکې ترلاسه کوي او بیا به یې ریکارډ ته ونه رسېږي.

دا چاره به هم افغانستان او راشدخان ته ستر ویاړ وي.

 

وروستي مطالب