سپورټ نړیوال کرکټ

راشدخان د ځانګړي نړیوال ریکارډ سره مل شو.

اعلان

سمیع الله درانی

راشدخان د نړۍ په کچه لومړی لوبغاړی شو، چې په خپله لومړۍ لوبډلمشرۍ کې لس وېکټې اخلي او په توپ وهنه کې نیمه سلیزه وهي.

افغان ګوګلي ماسټر راشدخان ارمان په خپلې تاریخي بریا سره یو ځانګړی ریکارډ خپل کړ او نړۍ کې یې نمبر یووړ.

د هندوستان ټایمز ورځپاڼې لیکلي راشدخان د ټېسټ لوبو په نړۍ کې لومړی لوبډلمشر شو، چې ۱۱ وېکټې اخلي او توپ وهنه کې پنځوسیزه وهي.

نوموړي د یو ځوان لوبډلمشر په توګه د خپلې لوبډلمشرۍ په پیل کې داسې کارنامه کړې، چې تر اوسه د کرکټ نړۍ بل لوبغاړي نه ده کړې.

هغه د خپل عمر په شلم پسرلي کې د افغان لوبډلې لپاره یوه مثبته الراونډري وکړه، په لومړۍ پاڼۍ کې یې په ۶۱ توپونو ۵۱ منډې وکړې او توپ اچونه کې یې د ۵۵ منډو په ورکړې سره په ۵ وېکټو اخېستلو سره بنګله دېش ښکار کړ.

دوهمه پاڼۍ توپ وهنه کې راشد ۲۴ منډې وکړې او یو اوورکې یې ۵ څلوریزې ووهلې.

خان په دوهمه پاڼۍ توپ اچونه کې له ۳۹۷ منډو دفاع ته راودانګل، د ۴۹ منډو په ورکړې سره یې ۶ وېکټې واخېستې او د ظاهرخان په ملتیا یې بنګله دېش مغلوب کړ.

د کرکټ په نړۍ کې افغان لوبغاړی راشدخان لومړی هغه شو، چې دوه پاڼیو توپ اچونه کې بشپړه مقابله لوبډله سوځوي.

راشدخان له پاکستاني او اسټرالیایي سره ریکارډ کې سیال شو.

پاکستاني عمران خان ۱۹۸۳ م کال کې د هند خلاف ۱۱۷ منډې کړې وې او ۱۱ وېکټې یې اخېستې وې.

اسټرالیایي الن بارډر ۱۹۸۹ م کال کې ۷۵ منډې کړې وې او ۱۱ وېکټې یې اخېستې وې.

او راشدخان په ۲۰۱۹ م کال کې په لومړۍ پاڼۍ توپ وهنه کې ۵۱ منډې وکړې او ۱۱ وېکټې یې واخېستې.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی