راشدخان د پي‌اېس‌اېل په ۱۷مه لوبه کې پنځه وېکټې واخیستې او د لوبې غوره لوبغاړی شو

 

د پنجشنبې په ورځ د جون په لسمه د پاکستان په سوپرلیګ کرکټ لوبو کې دوه سیالۍ ترسره شوې، لومړۍ لوبه مازیګر پنځه نیمې بجې د ملتان سلطان او کراچي کېنګز ترمنځ ترسره شوه.

ملتان سلطان لوبډلې چې رحمان الله ګربز هم ورسره ولوبېد، په شل اورونو کې د پنځه لوبغاړو په سوځېدو سره د رحمان الله ګربز د درې منډو، د ریلي روسوو د ۴۴ منډو او د خوشدل شاه د ۴۴ ناسوځېدلو منډو په مرسته ۱۷۶ منډې وکړې.

تېسارا پرېرا دوه وېکټې د کراچي کېنګز په ګټه ترلاسه کړې.

کراچي کېنګز لپاره بابراعظم ۸۵ ناسوځېدلې منډې، چادوېک والټن ۳۵ منډې او نجیب الله ځدران ۱۱ منډې ترسره کړې.

دې لوبډلې په شل اورونو کې د ۷ وېکټو په نقصان سره ۱۶۴ منډې وکړې او لوبه یې په ۱۲ منډو ملتان سلطان ته وبایلله.

د لوبې غوره لوبغاړی ریلي روسوو وپېژندل شو.

د پي‌اېس‌اېل ۱۷مه لوبه او د راشدخان جاودیي توپ اچونه

۱۷ مه لوبه کې پېښور زلمي لوبډله د لاهور قلندرز پر وړاندې د سیالۍ ډګرته ښکته شوه؛ لاهور قلندرز لومړی توپوهنه وکړه، دې لوبډلې لپاره څلورو ټاپ ارډر توپوهونکو ښه لوبه ونه کړه، خو په پنځمه وېکټ بېن ډنک ۴۸ سوځېدلې منډې او ټېم ډېوېډ ۶۴ ناسوځېدلې منډې وکړې، راشدخان بیا په ۷ توپونو ۸ منډې ترسره کړې.

لاهور قلندرز لوبډلې په شل اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۰ منډې وکړې.

د پېښور زلمي لوبډلې لپاره شعیب ملک لوبه ښه روانه کړې وه، نوموړي په ۴۸ توپونو ۷۳ منډې وکړې او د حارث روف د توپ پرمهال یې وېکټ خپله ووهله او هېټ وېکټ یا د وېکټ په وهلو سره اوټ شو.

راشدخان په نهم اوور کې دوه وېکټې واخیستې، په دویم توپ یې ډېوېډ مېلر کلین بولډ کړ او په څلورم توپ یې رافمن پاول اېل بي ډبلیو کړ.

په دولسم اوور کې یې بیا دوه وېکټې واخیستې، په څلورم توپ یې ویسټ انډیزی شېرفېن رترفورډ بولډ اوټ کړ او په شپږم توپ یې ویسټ انډیزی فبیئن الېن په صفر په اېل‌بي‌‌‌ډبلیو رخصت کړ.

د شپاړسم اوور په څلورم توپ یې بیا د پېښور زلمي لوبډلمشر وهاب ریاض کلین بولډ کړ.

راشدخان په څلورو اورونو کې ۲۰ منډې ورکړې، د درې بولډ او دوو اېل بي ډبلیو اوټونو سره یې پنځه وېکټې واخیستې او لوبه یې په ۱۰ منډو وګټله.

راشدخان د لوبې غوره لوبغاړی شو؛ نوموړی تېره لوبه کې د اسلام اباد یونایټېډ پر وړاندې هم د لوبې غوره لوبغاړی راغلی و، په هغې لوبه کې یې په ۴ اورونو کې ۹ منډې ورکړې وې او یوه وېکټ یې اخیستې وه او هم یې په توپوهنه کې په وروستي اوور کې ۱۶ منډې پوره کړې وې.

دا یو ریکارډ هم دی چې د پي‌اېس‌اېل په دوو پرله پسې لوبو کې یو بالر په پرله پسې ډول د لوبې غوره لوبغاړی اعلانېږي.

نن ماخستن اته نیمې بجې د کوېټې او اسلام اباد یونایټېډ ترمنځ لوبه ده، کوېټې لوبډله کې ظاهرخان پکتین هم شته؛ دا چې یوولس کسیزه لوبډله کې به وي او کنه نو د شپې په اته نیمو بجو به یې پته ولګي.

 

د پي‌اېس‌اېل په تاریخ کې یوه لوبه کې زیاتې وېکټې اخیستل

د لیګ په لومړي پړاو ۲۰۱۶ کې د انګلستان راوي بوپارا د کراچي کېنګز په ګټه د لاهور قلندرز پر وړاندې لوبه کې ۴ اورونو کې ۱۶ منډې ورکړې وې او ۶ وېکټې یې اخیستې وې.

په همدې کال شاهین افریدي د پېښورزلمي په ګټه د کوېټې لوبډلې ۵ لوبغاړي سوځولي وو، یو اووریې مېډن کړی و او ۷ منډې یې ورکړې وې.

د ۲۰۱۶ د فبروري په ۲۰ مه د پاکستان محمدسمي د اسلام اباد په ګټه د کراچي کېنګز ۵ لوبغاړي سوځولي وو او ۴ اورونو کې یې ۸ منډې ورکړې وې.

۲۰۱۸ کې د پاکستان عمرګل د ملتان سلطان په ګټه د کوېټې پر وړاندې لوبه کې ۴ اورونو کې ۶ لوبغاړي سوځولي وو او ۲۶ منډې یې ورکړې وې.

د ۲۰۱۸ د مارچ په نهمه شاهین افریدي د لاهور قلندرز په ګټه په ۳ اعشاریه ۴ اورونو کې د ملتان سلطان ۵ لوبغاړي سوځولي وو او ۴ منډې یې ورکړې وې.

د ۲۰۱۹ د مارچ په نهمه فهیم اشرف د اسلام اباد په ګټه د لاهور قلندرز ۶ لوبغاړي سوځولي وو او په ۴ اورونو کې یې ۱۹ منډې ورکړې او راشدخان د ۲۰۲۱ د جون په لسمه د لاهور قلندرز په ګټه د پېښور‌زلمي لوبډلې ۵ لوبغاړي وسوځول او په څلورو اورونو کې یې ۲۰ منډې ورکړې.

 

 

 




وروستي مطالب