راشدخان د نهم پړاو بېګ باش لیګ غوره لوبغاړو کې راغلی.

د بېګ باش کرکټ لیګ نهم پړاو د فبروري په ۸ مه نېټه پای ته رسېږي، دې لیګ کې اته لوبډلې لوبېږي، چې په منځ کې یې ۵ افغان لوبغاړي هم ولوبېدل.
راشدخان له اډیلایډ سټرایکرز کرکټ لوبډلې، مجیب الرحمن او ظاهرخان له برېسبېن هیټ کرکټ لوبډلې، قېس احمد له هوبرټ هرېکېنز کرکټ لوبډلې او محمدنبي عیسی خېل له مېلبورن رېنېګېډز کرکټ لوبډلې سره لوبېدل.
راشدخان یو ځل بیا د خپلې لوبډلې اډیلایډ سټرایکرز لپاره ښه وځلېد.
نوموړی په نهم پړاو بېګ باش لیګ کې وتوانېد چې هېټرېک ترسره کړي او د جنوري په اوومه نېټه بیا پاکستانی حارث رووف هم وتوانېد چې هېټرېک وکړي.
راشدخان سږ کال دوه ځلې د لوبې غوره لوبغاړې جایزې هم په دغه لیګ کې واخېستې.
اوس د اسټرالیا کرکټ بورډ د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ م کلونو بېګ باش لیګ غوره لوبغاړي په ګوته کړي او د نهم پړاو بېګ باش لیګ غوره لوبډله یې اعلان کړې ده.
په دغې لوبډله کې شامل لوبغاړي
راشدخان، مارکس سټاینېس، ګلېن مکسویل، حارث رووف، متیو وېډ، جاش انګلېس، جی وېلز، پېټر سېډل، ډانیئل سامز، ټام کورن او مېچل مارش هغه لوبغاړي دي، چې لوبډله کې اچول شوي دي.
دغو یوولسو لوبغاړو په نهم پړاو بېګ باش لیګ کې تر نورو لوبغاړو غوره لوبه کړې او لوبډلمشر یې ګلېن مکسوېل ټاکل شوی دی.
مکسوېل چې د مېلبورن سټارز کرکټ لوبډلې لوبډلمشر دی په ۱۴ لوبو کې یې ۳۸۹ منډې کړي دي، چې په ۱۵۰ اعشاریه ۷۸ سټرایک رېټ لوبېدلی دی او ۴۳ اعشاریه ۲۲ یې هره لوبه کې اوسط منډې دي.

مارکس سټاینېس بیا د مېلبورن سټارز کرکټ لوبډلې لپاره ۶۱۲ منډې کړي او حارث رووف سږ کال بېګ باش لیګ کې مخکښ وېکټې اخېستونکی بالر دی.
سام کورن، راشدخان، مېچل مارش، پېټرسېډل هم ښه ځلېدلي دي.
الېکس هېلس چې تر دې دمه په روان لیګ کې په منډو کې دویم مقام لري ۵۶۸ منډې یې کړي دي په دې لوبغاړو کې یې نوم نه تر سترګو کېږي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.