سپورټ نړیوال کرکټ

راشدخان د دریم ځل لپاره سسېکس لوبډلې وپېری.

ليکنه: سمیع الله درانی

افغان ګوګلي ماسټر راشدخان ارمان، چې د انګلستان د بلاسټ سیالیو په دوو تېرو پړاوونوکې له سسېکس لوبډلې سره لوبېدلی و، بیا ورسره یادې لوبډلې د دریم ځل لپاره د لوبېدو تړون لاسلیک کړ.

راشدخان په تېرو دوو پړاوونو بلاسټ سیالیو کې شل لوبې کړي دي، چې ۲۴ وېکټې یې پکې اخېستي دي.

د راشدخان اخېستل د یادې لوبډلې له خوا د جمعې په ورځ د نومبر په ۲۹ مه نېټه تاید شول، افغان لیګ برېک بالر به په لومړیو ګروپي لوبوکې له سسېکس لوبډلې سره مل وي، له ده سره اسټرالیایي کیڼ لاسی الراونډر ټراوېس هېډ هم د یادې لوبډلې ملګری دی.

راشدخان ویلي دي « زه ډېر خوښ یم، چې یو ځل بیا راتلونکي ۲۰۲۰ م کال کې له سسېکس لوبډلې سره یم».

د سسېکس لوبډلې مشرتابه لیکلي، چې د دې لوبډلې مشر روزونکی اسټرالیایي جېسن جیلیسپي هم له دغه تړون څخه خوښ دی.

د جیلیسپي په وېنا په رښتیا هم غوره پرېکړه ده، چې راشدخان د دریم ځل لپاره مونږ سره تړون تازه کوي او د لوبډلې غړی کېږي.

راشدخان په داسې حال کې د سسېکس لوبډلې غړی شو، چې هغه په نړیوال جام کې ښه ونه ځلېد، چې په یو ورځنیو لوبو کې له دویمه درجه بالرانو له لېست څخه یوولسم مقام ته لویدلی دی؛ خو راشدخان په شل اوریزو لوبو کې لا هم لومړی نمبر بالر دی.

د دې سربېره خان د ملي لوبډلې لوبډلمشر هم دی، خو د ده په لوبډلمشرۍ کې افغانستان ویسټ انډیز ته د یو ورځنیو او یواځېنۍ ټېسټ لوبې لړۍ وبایللې؛ خو شل اوریزې لوبې بیا دوه د یو پر وړاندې افغانستان وګټلې.

د سسېکس لوبډلې مشرانو ویلي چې راشدخان له وړاندې ډېر بوخت دوبی یا اوړی په مخکې لري؛ خو دا چې مونږ سره یې تړون وکړ، د خوښۍ ځای دی.

افغان ګوګلي توپ اچوونکی د اسټرالیا په بېګ باش لیګ کې هم اخېستل شوی دی او له هغې وروسته به د آې پي ایل په لیګ کې دی له محمدنبي عیسی خېل سره یو ځای په حېدراباد لوبډله کې ولوبېږي، دوی دواړه حېدراباد لوبډلې د ۲۰۲۰ م کال آې پي ایل دیارلسم پړاو لپآره رېټاین کړي دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی