مارچ 3, 2021

راروان IPL کې به ځانګړی لوبڅار راڅرګند شي.

ليکنه: سمیع الله درانی
د ای پي ایل مسئولینو او د هندوستان د کرکټ د کنټرول ادارې ویلي، چې په ۲۰۲۰ کال آې پي ایل کې به نوی لوبڅار وي، چې دا لوبڅار به سپېشل یا ځانګړی وي او د نو بال لپاره به وي.
د ای پي ایل اداره کوونکو ویلي چې دا لوبڅار که ان فیلډ یا لوبغالي کې وي او یا هم دریم یا څلورم لوبڅار وي؛ خو دنده به یې د نو توپونو کنټرول وي.
نو بال هغه دی کله چې د بالر پښه له کرښې واوړي، کله چې فولټاس توپ د توپ وهونکي له سینې پورته وي نو بال دی، کله چې ډېنجر لاین د بالر له خوا ټچ شي او یا هم کله چې فیلډران له اجازې پرته له لوبغالي یا سرکل څخه بهر وي؛ نو لوبڅار نو بال ورکوي.
د آې پي ایل سمبالوونکي وایي چې تېرو پړاوونو آې پي ایل سیالیو کې د لوبڅارانو له خوا د نو بال په کنټرولولو کې تېروتنې وشوې.
د ۲۰۱۹ م کال آې پي ایل پایلوبه کې هم د ممبيي انډیئنز او چینای ترمنځ لوبه ملېنګا نو بال کړی و، چې لوبڅار پکې تېروتی و او نو بال یې نه و ورکړی.
تازه د آې پي ایل چارواکي وایي چې د لوبڅارانو ټیم سره به یو ځانګړی لوبڅار هم وي، چې دا لوبڅار به نو توپونه څاري او له نورو لوبڅارانو سره به مرسته کوي.
دا لوبڅار به داسې وي، چې د نو بال د پېژندلو متخصص به وي او تل به منصفانه پرېکړه کوي.
یو بل نو بال هم ملېنګا کړی و، چې لوبڅار نه و ورکړی، د بنګلور او ممبيي ترمنځ لوبه کې ملېنګا هسک توپ وکړ او لوبڅار ورنه کړ، چې دا لوبڅار ایس ریوي نومېده او ویرات کولي بیا ورسره شخړه هم وکړه.
اوس د نو بال کنټرول لپاره دا چاره ترسره کېږي، ترڅو لوبڅار دقیق متوجه شي او راتلونکي آې پي ایل کې بیا تېروتنه ونه کړي.