هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
ژوند او ژواک

راحیل شریف د ترهګرۍ پر ضد د ایتلاف مشر ټاکل شوی

پاکستاني رسنۍ وايي، د پاکستان د پوځ پخوانی مشر جنرال راحیل شریف، د ترهګرۍ پر ضد د ۳۹ اسلامي هیوادونو د ایتلاف مشر ټاکل شوی دی. دا ایتلاف په دې وروستیو کې د سعودي عربستان په مشرۍ جوړ شوی دی .

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د جیو تلویزون سره په مرکه کې وویل، څو ورځې مخکې په دې اړه توافق شوی دی. خو نوموړې ددې توافق جزییات نه دي څرګند کړي.

خواجه اصف ویلي چې دا پریکړه د پاکستان د حکومت په تایید شوې ده.

په ۲۰۱۵ م کال کې د سعودي عربستان په مشرۍ له دیرشو زیاتو اسلامي هیوادونو د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې لپاره د یو ایتلاف د جوړولو اعلان کړی و. پاکستان هم په دې ایتلاف کې شامل دی. په لومړی سر کې ددې ایتلاف د غړیو هیوادونو شمیر ۳۴ و خو وروسته یې شمیر ۳۹ ته ورسیده.
په دې ټلواله کې مصر، قطر، عربي متحده امارات، مالیزیا، پاکستان او د افریقا ځینې هیوادونه شامل دي.

دا ایتلاف په داسې حال کې جوړ شوی چې سعودي عربستان او پاکستان په سیمه کې د ترهګرو تر ټولو ستر ملاتړي هیوادونه بلل کیږي. دا دواړه هیوادونه په افغانستان او منځني ختیځ کې د بېلابیلو ترهګرو ډلو په ملاتړ تورن دي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */