اپریل 19, 2021

راتلونکې اونۍ افغان کرکیټ لوبډله عربي آماراتو ته ځي

د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډله راتلونکې یکشنبه د یوه تمریناتي کمپ په موخه متحده عربي آماراتو ته ځي.
د افغانستان کرکیټ بورډ د یاد تمریناتي کمپ لپاره د سې شنبې په ورځ هغه ۱۹ لوبغاړي اعلان کړل، چي په یاد تمریناتي کمپ کي به ګډون وکړي.
په یاده ۱۹ کسیزه لوبډله کي دغه لوبغاړي شامل دي:
اصغر افغان، رحمت شاه، حضرت الله ځاځی، رحمن الله ګربز، نوین الحق، سمیع الله شینواری، عثمان غني، نجیب تره کی، نجات مسعود، فرید ملک، دروېش رسولي، میرویس اشرف، ګلبدین نایب، یمین احمدزی، نجیبب الله ځدران، کریم جنت، شاپور ځدران، عظمت الله عمرزی او سلیم ساپي.

افغان کرکیټ بورډ وايي، چي افغان لوبغاړو ته به د متحده عربي آماراتو په نړیواله کرکیټ آکاډمي(GCA) کي د مهارت لوړولو، تکړښت او فزیکي جوړښت په برخو کي دوې اونۍ تمرینونه ورکړل سي.
د افغانستان د کرکیټ بورډ لخوا په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي پر افغان لوبغاړو به ډېر تخنیکي اړخونو، توپوهني او توپ اچوني کار وکړل سي.

د یادولو وړ ده، چي افغان ۱۹ کسیزه لوبډله به تر یاد تمریناتي کمپ وروسته د رواني جنوري میاشتي په ۲۵مه نېټه بیرته هیواد ته راستنه سي.