سپورټ کورنی کرکټ

رئیس احمدزی: ما او افغان لوبغاړو ته خوند راکوي، چي پاکستان سره لوبیږو

ټاکل سوې د ۱۹ کلنو ترمنځ د کرکیټ نړیوال جام په دوهم پړاو کي د افغانستان ۱۹ کلنه کرکیټ ملي لوبډله د پاکستان ۱۹ کلني ملي لوبډلي سره لوبه ترسره کړي.

که چیري هر هیواد هغه لوبه وګټي؛ نو د یاد جام درېیم پړاو یا نیمه پایلوبي ته به ووځي.

د افغانستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډلي روزونکي رئیس احمدزي له رسنیو سره په خبرو کي وویل، چي ما او افغان لوبغاړو ته ډېر خوند راکوي، چي پاکستان سره لوبیږو.

احمدزي وویل، چي افغان ۱۹ کلن ټول لوبغاړي زیات خوښ سول، چي په دوهم پړاو کي له پاکستان سره مخ کیږي.

د هغه په خبره افغان لوبغاړي د پاکستان سره په لوبه کولو او ماتي ورکولو ډېر خوشحاله کیږي.

هغه وویل((موږ د پاکستان په وړاندي لوبي ته پوره چمتوالی لرو، د ټولو لوبغاړو مرال خوار قوي دئ، ځکه په لومړي پړاو کي ئې ښې لوبي ترسره کړې او غوره لوبغاړو ئې نړیوالو ته ځانونه ثابت کړل، کله چي افغان لوبغاړي د پاکستان سره راووتل یو ډول د خوشحالۍ اظهار ئې کاوه)).

هغه د افغانستان او پاکستان د لوبډلو او لوبغاړو په اړه وویل((د پاکستان ډېره تکیه پر تیزو توپ اچونکو ده، خو زموږ توپوهونکي تېز توپ اچونکو سره آشنا دي، د سویلي افریقا پيچونه ټول سپنرانو ته برابر دي او موږ له ځان سره ښه سپینران لرو)).

ها خوا بیا د ملي لوبډلي لوبډلمشر فرهان زاخېل ټولو هیوادوالو ته مبارکي وویله، چي لوبډله ئې دوهم پړاو ته ووتله.

فرهان زیاته کړه، چي ټول لوبغاړي په پوم کي دي او د پاکستان په وړاندي به ښه ولوبیږي.

افغان کرکیټ لوبډلي د کرکیت نړویوال جام په ډي ګروپ کي د کوربه سویلي افریقا، متحده عربي آماراتو او کاناډا سره شتون درلود، چي کوربه سویلي افریقا او متحده عربي آماراتو ته ئې سختي ماتي ورکړې، خو د کاناډا سره ئې بیا لوبه د باران له امله لغوه اعلان سوه.

د ۱۹ کلنو ترمنځ د کرکیت نړیوال جام، چي پکښي ۱۶ هیوادونو ګډون کړی وو د جنوري میاشتي په ۱۷مه نېټه پيل سو او د فیبروري میاشتي په ۹همه نېټه پای ته رسیږي.

د یاد ټورنمنټ څخه ۸ لوبډلو مخه ښه وکړه، خو ۸ ټیمونو بیا دوهم پړاو ته لاره پیداکړه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی پر دې سربیره د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ