ذهني نقشه؛ که د ازموینو پرمهال ترې استفاده وکړئ، ښې نمرې به ترلاسه کړئ

ذهني نقشه یو ډیاګرام دی چې د نظرونو، فعالیتونو، یا نورو کلیدي ټکو یا مفکورو پورې اړوند توکو د څرګندولو ډیاګرام دی چې دا ډیاګرام د نظرونو او افکارو رامنځته کولو، تنظیمولو، او جوړښت لپاره کارول کېږي او د ستونزې هوارۍ، پریکړې کولو، او لیکلو کې هم کارول کیدای شي.

د دغه ډول ډیاګرامونو کارول له پیړیو راهیسې دود دي خو په لومړي ځل په ۷۰مه زېږديزې لیسزه کې، ارواپوه او ټلویزیوني پروګرامونو وړاندې کوونکی ټوني بوزان د ذهني نقشې اصطلاح په پراخه کچه بیان کړه. د ذهني نقشې پر مټ کولای شو چې د ازموينو پر مهال په سمه توګه خپل درسونه تکرار کړو.

ذهني نقشه کولای شي په ازموینه کې له موږ سره ډېرې مرستې وکړي. که ذهني نقشه نه لرئ او نه پوهېږي چې ذهني نقشه څه ده، نو په نننۍ لیکنه کې موږ د همدې موضوع په تړاو معلومات راټول کړي چې تاسو ته یې د لوستنې بلنه درکوم.

د ازموینې پر مهال له ذهني نقشې کار اخیستنه لاندې ګټې لري:
• ذهني نقشه يادونه چټکه او پياوړې کوي. د دغې نقشې په ترسره کولو سره کولای شو له خپلې حافظې او ماغزو څخه په سمه توګه ګټه واخلو.
• ذهني نقشه د تصمیم نیونې ځواک هم پیاوړی کوي، تاسو کولای شئ، په اسانه تصمیم ونیسئ او په خپلو چارو کې دوه زړي نه اوسئ.

• د ذهني نقشې بله مهمه ګټه داده چې ستاسو دخلاقیت ځواک پیاوړی کوي، او تاسو ته د نوښت وړتیا در بښي.

• د ذهني نقشې یوه ګټه دا هم ده چې ستاسو په ذهن کې د لومړیتوب پېژندنې ځواک پیاوړی کوي او تاسو ته د دې وړتیا دربښي، چې وکولای شي خپلې چارې د هغو ارزښت ته په پام درجه بندي کړئ او د مهالوېش له مخې یې ترسره کړئ.

د دې لپاره چې په ازموينو کې غوره پایلې ترلاسه کړو د ذهني نقشې دغه درې پړاوونه باید په سمه توګه ترسره کړو. دغه درې پړاوونه له موږ سره مرسته کوي چې په دې پوه شو چې موږ په کوم وضیعت کې يو او په تېرو ازموینو کې موږ په سمه توګه درس لوستی او که نه؟
دغه درې پړاوونه ځانګړی ارزښت لري او که چېرې له درې واړو پړاوونو څخه په سمه توګه ګټه واخلئ له تاسو سره به په ازموینه کې ډېره مرسته وکړي.

لومړی: تداعي
دغه پړاو له تاسو سره مرسته کوي چې په دې پوه شئ چې پخواني درسونه مو په ياد دي او که نه؟ همدارنګه له تاسو سره مرسته کوي چې پوه شئ چې په سمه توګه مو درسونه تکرار کړي دي او که نه؟
د تداعي په پړاو کې باید وکولای شئ هغه موضوعات مو چې مطالعه کړي دي بیا ځلې در ياد کړئ. تاسو باید دا په ياد راوړئ چې ستاسو له لوري د لوستل شوي متن هره کلمه او هره جمله څه معنا او څومره ارزښت لري. که چېرې په دغه پړاو کې ستونزه نه لرئ او مطالعه شوی متن مو په ياد دی کولای شئ چې بل پړاو ته لاړ شئ.

دویم: تکرار
په دغه پړاو کې باید خپل ټول مطالعه شوی متن په لوړ غږ تشريح کړئ، دغه پړاو د دې لامل کېږي چې پوه شئ د متن کومې کومې برخې مو په ياد دي او کومې برخې مو هېرې شوې دي. همدارنګه د دې لامل کېږي چې د متن جزياتو ته لاړ شئ او د خپل ذهن ټولې پوښتنې ځواب کړئ. دغه پړاو باید د تدریس په څېر وي. يعني داسې ګومان وکړئ چې په يوې غونډې او یا ټولګي کې خپل درس تشریح کوئ.
مه ډاريږئ او خپلې تشریح ته دوام ورکړئ. هڅه وکړئ هر څه مو چې په ياد دي هغه تشريح کړئ او په اړه یې خبرې وکړئ.

درېیم: ازمېښت
دغه پړاو ازموينې ته ورته پړاو دی. که له تاسو سره د پوښتنو بېلګې وي له هغو پوښتنو څخه ګټه واخلئ او که د پوښتنو بېلګې نه لرئ، نو باید په دې پوه شي چې ښوونکی له تاسو څخه څه ډول ازموینه اخلي ان تر دې چې په دې اړه فکر وکړئ چې ښوونکی به په ازموینه کې څه ډول او کومې پوښتنې راوړي. نو د دې کار لپاره اړ یاست چې د پوښتنو جوړونکي تن پر ځای خپل ځان وګڼئ او له ځانه وپوښتئ که زه پوښتنې جوړونکی اوسم نو د ازموينې لپاره څه ډول پوښتنې جوړې کړم؟
دا اړینه ده چې له ازموینې څخه وړاندې له خپل ځان څخه يوه ازموینه واخلئ تر څو د ازموينې لپاره ستاسو د زدکړې کچه څرګنده شي. کله چې ستاسو يوه ازموینه تېره شوه او دويمې ازموینې ته مو چمتوالي نيوه، خپلو پياوړتیا او کمزورتیا ټکو ته پام وکړئ او له ځان سره یې د يادښت په توګه وساتئ. د دويمې ازموينې لپاره بیا تداعي پړاو ته لاړ شئ او خپلې کمزورتیاوې سمې کړئ.
د ازمېښت پړاو څو څو ځله ترسره کولای شئ، دغه پړاو ډېر اړين دی. يوې علمي څېړنې ښودلې‌ ده چې ازمېښت نه یواځې دا چې د درس د تکرار لامل کېږي بلکې له موږ سره مرسته کوي چې د درس موضوع په سمه توګه درک کړو.

وروستي مطالب