د T10 لیګ بولۍ روانه میاشت کې کېږي.

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

سمیع الله درانی
د عربي متحده اماراتو لس اوریز سوداګریز کرکټ لیګ راروانه میاشت نومبر کې په عربي متحده اماراتو کې پېلېږي.
د دې لیګ تنظیموونکو د اکټوبر په اتمه نېټه د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د دې لیګ لپاره به د بولۍ مراسم د روانې اکټوبر میاشتې په ۱۶ مه نېټه ترسره شي.
د عربي متحده اماراتو کرکټ بورډ ویلي دا ځل به د دغه لیګ د لوبغاړو اخېستو مراسم د شارجه ښار پر ځای په مرکز ابو ظبۍ کې وشي.
۲۰۱۹ م کال کې د دې لیګ دریم پړاو دی، دا سیالۍ په ۲۰۱۷ م کال کې د لس اورونو په ډول یا فارمټ کې تاسیس شوې، چې د کرکټ نړیوالې شورا هم په رسمیت پېژندلي او اجازه یې ورکړې ده.

ټي ټېن لیګ د لیګونو په منځ کې یو بې ساری کرکټ لیګ دی، چې د لس اورونو په شکل ترسره کېږي.
دې لیګ کې د نړۍ له ګوټ، ګوټ څخه تکړه لوبغاړي اخېستل کېږي، چې دې نوملړ کې د افغان لوبغاړو نومونه هم د یادولو وړ دي.
سږ کال دې لیګ کې ۸ لوبډلې لوبېږي او د عربي متحده اماراتو د کرکټ بورډ په وېنا د نومبر په ۱۴ مه نېټه یعنې ۳۳ ورځې وروسته به دغه لیګ په عربي متحده اماراتو کې پیل شي.
تر اوسه د ۲۰۱۹ کال لپاره د لیګ مهالوېش او د لوبډلو د مخامخ کېدلو تقسیم اوقات نه دی جوړ شوی.
خو ۲۰۱۸ م کال کې دې لیګ ۱۲ ورځې دوام کړی و او ټولې پکې ۲۹ لوبې شوې وې.
۲۰۱۷ م کال کې د ټي ټېن کرکټ لیګ لومړی پړاو کېرالا نایټس لوبډلې وګاټه، چې ایرلېنډی ایئن مارګن یې لوبډلمشر و.
۲۰۱۸ م کال کې د دې سیالیو دوهم پړاو نارترن وريئرز لوبډلې وګاټه، چې ویسټ انډیزی ډېرین سمي یې لوبډلمشر و.
۲۰۱۸ کال کې افغان اوپنر او هیټر توپ وهونکي شهزاد محمدي د دې لیګ په لومړۍ لوبه کې سِندیانو په لوبډله چې شېن واټسن یې لوبډلمشر و، په ۱۶ توپونو ۷۴ منډې کړې وې او لوبه یې له واټسن څخه په اوپننګ ګټلې وه، ده په ۱۲ توپونو چټکه پنځوسیزه هم وهلې وه.
شهزاد ۲۰۱۸ م کال کې له راجپوت لوبډلې سره و او سږ کال به دې لیګ کې نه وي.

په دې لیګ کې ځېنې مشهور باندني لوبغاړي لکه مورګن، ډېرین سمي، انجیلیو متیوز، ملېنګا، واټسن، رسل، پولارډ، براوو، شفیق الله شفق، دولت ځدران، نجیب الله ځدران، سمیع الله شینواری، مجیب الرحمن، شاپور ځدران، محمدنبي، راشدخان او نور لوبغاړي لوبېدلي او سږ کال هم د لوبډلو څښتنان په دې لټه کې دي، چې شپږ ورځې وروسته پیاوړي لوبغاړي واخلي.
د دې سیالیو د لوبډلو نومونه او ګروپونه په ډاګه شوي دي
اته لوبډلې په ای او بي ګروپونو کې وېشل شوي دي، الف ګروپ کې بنګال ټایګرز، دیکان ګلاډیئټیرز، ډیلي بلز او کرناټاکا ټسکرز او بي ګروپ کې بیا مرتا عربیئنز، قلندرز، نارترن وريئرز او مایسټېري لوبډلې شاملې دي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.