مارچ 5, 2021

د IPL د تاریخ قیمتي لوبغاړي وپيژنئ!

ویرات کولي
د آې پي ایل تاریخ کې ځېنې لوبغاړي په ډېرو لوړو قېمتونو لوبډلو پېرلي دي، چې د دغو لوبغاړو په منځ کې لومړی مقام د بنګلور لوبډلې د لوبډلمشر ویرات کولي دی، هغه د ۲۰۱۹ م کال آې پي ایل کې په ۱۷ کروړه هندي کالدارو اخېستل شوی و.
يووراج سینګ
یوراج سېنګ په ۲۰۱۵ م کال آې پي ایل کې په ۱۶ کروړه هندي کالدارو ډیلي لوبډلې پېرلی و او د آې پي آیل په تاریخ کې دویم قیمتي لوبغاړی دی.
دی په ۲۰۱۴ م کال کې هم په ۱۴ کروړه هندي کالدارو بنګلور لوبډلې اخېستی و.
پټ کمېنس
دی د ۲۰۲۰ م کال آې پي ایل لپاره په ۱۵ نیم کروړه هندي کالدارو کلکتې لوبډلې اخېستی دی او د آې پي ایل په تاریخ کې درې یم لوړ قېمت دی.
بېن سټوکس
بېن سټوکس په ۲۰۱۷ م کال کې په ۱۴ نیم کروړه هندي کالدارو رایزېنګ پونه سوپرجاینټس لوبډلې پېرلی و.
دی په ۲۰۱۸ زېږدیز کال کې راجستان لوبډلې په ۱۲ نیم کروړه هندي کالدارو پېرلی و.
دېنېش کارتېک
په ۲۰۱۴ م کال کې په ۱۲ نیم کروړه هندي کالدارو ډیلي لوبډلې اخېستی و.
ټایمل مېلز
په ۲۰۱۷ م کال کې په ۱۲ کروړه بنګلور لوبډلې پېرلی و.
جایدوف اونادکت
جایدوف اوناد کت په ۲۰۱۸ م کال کې په ۱۱ نیم کروړه هندي کالدارو راجستان اخېستی و.
ګاتم ګمبیر
دی په ۲۰۱۱ م کال کې کلکتې لوبډلې په ۱۱ اعشاریه صفر کروړه هندي کالدارو اخېستی و.
لوکېش راهول
کی ایل راهول یا لوکېش راهول په ۲۰۱۸ م کال کې پنجاب لوبډلې په ۱۱ کروړه هندي کالدارو پېرلی و.