د ICC نوی قانون: د نوبال صلاحيت دريم لوبڅار ته ورکړل سو!

خبريال: مدثر دعوت
د کريکټ نړيوالي شورا د نوبال مسولیت د فيلډ لوبڅار پرځای د دريم لوبڅار ور دغاړي کړ.
د کريکټ نړيوالي شورا په ريپورټ کي راځي کله چي يو توپ اچوونکی توپ اچوي او پښه تر ليکي تيروي دريم لوبڅار يا ټيوي امپاير صلاحيت او مسوليت لري چي ريويو واخلي او د توپ په اړه پريکړه وکړي.

دا قانون تيره ورځ دوشنبه د کريکټ اصولو ته اضافه کړل سو،خو لا تر اوسه يې د تطبيق د پيل لپاره څو ورځي پاتي دي.
د کريک انفو د مالوماتو له مخي دا کړنه به د ښځينه نړيوال جام څخه چي د رواني مياشتي په ۲۱مه اسټراليا کي ترسره کيږي، پيل سي.

د فرانټ فوټ نوبال لومړنۍ ازموينه تيرکال د هندوستان او ويسټ انډيز ترمنځ شل اووريزو لوبو لړۍ کي تر سره سوه او ترهغه وروسته په تيره جنوري مياشت کي د ايرلينډ او ويسټ انډيز ترمنځ لوبو کي هم د پښې په واسطه د نوبال د پريکړي صلاحيت او مسوليت د دريم لوبڅار د غاړي وو.
د کريکټ نړيوالي شورا د کريکټ عمومي مدير جيوف الارډيث وايي ځکه يې د نوبال مسولیت د تلویزیون د لوبڅار د غاړي کړ چي د فيلډ لوبڅار ډيري دندي لري او نسي کولای په يو وخت کي ټول مسوليتونه په ښه ډول ترسره کړي.
د نوموړي په وينا موږ مخکي دا کړنه ازمويلې او تر ډيره بريالۍ ده، راتلونکي نړيوال جام کي به د فيلډ د لوبڅار مسوليتونه يو اندازه لږ وي.

د اسټراليا کريکټ ملي لوبډلي پخواني لوبډلمشر ريکي پونټينګ څو کلونه وړاندي ياده طرحه د کريکټ نړيوالي شورا ته ورکړې وه.
پونټينګ د فوکس سپورټس سره په مرکه کي د ددې پريکړي هرکلی کړی او دا يې د کريکټ اړتيا بللې.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




د نوي تړون په اساس نیمار ته د ورځې یو لک ډالر ورکول کیږي

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

د برازیل هیواد د فوټبال ملې لوبډلې او د فرانسوي کلب پاریسن جرمېن تکړه او نامتو بریدګر لوبغاړي نیمار د پاریسن جرمېن لوبډلې سره تېره شنبه تر ۲۰۲۵م کال پوري تړون وکړ او اوس به ... نور ولولئ