د ۶۲ بونډریو لوبه انګلستان وګټله او د سیریز اتلولي یې هم واخیسته.

انګلستانۍ کرکټ لوبډلې د ۲۰۱۹م د ډېسمبر په ۱۷ مه سویلي افریقا ته د څلورو رسمي ټېسټ لوبو، دریو یو ورځنیو رسمي لوبو او دریو شل اوریزو رسمي لوبو لپاره سفر کړی و، چې دغه سفر د فبروري په ۱۶ مه پای ته ورسېد.
په دغو لوبو کې انګلستان ټېسټ لوبې درې د یو پر وړاندې وګټلې، په دریو یو ورځنیو لوبو کې یوه افریقا، بله انګلستان وګټله او یوه لوبه باران بې پایلې کړه.
خو د دغو لوبو په اوږدو کې د شل اوریزو لوبو لوبلړۍ ډېره په زړه پورې وه.
لومړۍ شل اوریزه لوبه د فبروري په ۱۲مه د چهارشنبې په ورځ ترسره شوه، چې افریقا، انګلستان ته ۱۷۸ منډې هدف ورکړ، انګلستان ټولې ۱۷۶ منډې وکړې او لوبه ترې افریقا په یوه منډه وګټله.
دویمه شل اوریزه لوبه کې انګلستان ۲۰۴ منډې وکړې، چې افریقا ورپسې ۲۰۲ منډې وکړې او لوبه ترې انګلستان په ۲ منډو ګټله.
دویمه شل اوریزه لوبه کې معین علي د لوبې غوره لوبغاړی شو، هغه په ۱۱ توپونو د ۴ شپږیزو او ۳ څلوریزو په مرسته ۳۹ ناسوځېدلې منډې وکړې او د لوبډلې د ټارګېټ په لوړولو کې یې ستر رول ولوباوه.
درېیمه شل اوریزه لوبه او د لوبلړۍ برخلیک
درېیمه شل اوریزه لوبه کې سویلي افریقا لومړی توپ وهنه وکړه، دې لوبډلې په شل اورونو کې د هېنرېچ کلاسېن د ۶۶ منډو په مرسته چې له ډېوېډ مېلر سره نږدې نوي منډې ملګرتیا وکړه، ۲۲۲ منډې وکړې او انګلستان ته یې ۲۲۳ منډې هدف ورکړ.
بېن سټوکس او ټام کورن دوه، دوه وېکټې واخیستې.
د انګلستان اوپننګ د لونګي اېنګېډې په توپ ډېر ژر مات شو، خو جاس بټلر او جاني بېرسټو د لوبې اړخ بدل کړ، دواړو شاوخوا سل منډې ملګرتیا وکړه او د افریقا د یوې ملګرتیا ځواب یې بېرته په ځواکمنې ملګرتیا ورکړ.
جاس بټلر په ۲۹ توپونو ۵۷ منډې وکړې، چې ۹ یې څلوریزې او ۲ یې شپږیزې ووهلې.
بل پلو جاني بېرسټو په ۳۴ توپونو ۶۴ منډې وکړې، چې ۳ شپږیزې او ۷ څلوریزې پکې شاملې وې.
پرېټوریوس او پیلوک وایو د بټلر او بېرسټو په سوځولو سره انګلستان له ننګونو سره مخ کړ، خو په منځنۍ برخه کې د مورګن بې رحمه توپ وهنې افریقا له سیریز ګټلو بې غمه کړه.
مورګن او بېن سټوکس په ۲۶ توپونو ۶۱ منډې ملګرتیا وکړه.
مورګن په ۲۱ توپونو خپله نیمه سلیزه پوره کړه او ۲۲ توپونو یې د ۷ شپږیزو په مرسته ۵۷ ناسوځېدلې منډې وکړې.
انګلستان په شلم آور کې د ۵ وېکټو په نقصان سره د افریقا ستر هدف پوره کړ او سیریز یې وګاټه.
د شل اوریزو لوبو او وروستۍ شل ارویزې لوبې غوره لوبغاړی ایئن مورګن وټاکل شو.
انګلستان د ټېسټ او شل اوریزو لوبو لړۍ سره هېواد ته ستانه شول او د یو ورځنیو لوبو سیریز یې مساوي کړ.
په درېیمه شل اوریزه لوبه کې ټولې ۶۲ پولې یا بونډریانې ولوبېدې، چې افریقا ۲۸ بونډریانې ولوبولې، ۱۳ شپږیز او ۱۵ یې څلوریزې وهلې وې.
انګلستان بیا ۱۵ شپږیزې او ۱۹ څلوریزې ووهلې.
د انګلستان لوبډله د راروان جام ګټلو ته یې مناسبوالی
انګلستانۍ لوبډله نن سبا ډېره فېټ او توازن کې لوبډله لري، توپ وهنه یې ډېره پورې بې جوړې ده، جېسن رای، جاني بېرسټو، جاس بټلر او ایئن مورګن ښه هيټران دي.
بېن سټوکس او معین یې غوره الراونډران دي، مارک ووډ، سام کورن، ټام کورن، کرېس جورډن ښه توپ اچوونکي دي.
۲۰۱۹م په پنځوس اوریز جام یې هم وګاټه او د ۲۰۲۰م د نړیوال شل اوریز جام لپاره هم برید کوونکې توپ وهونکې لوبډله لري.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







وروستي مطالب