د ۳ اړخيزه سيريز لومړۍ لوبه بنګلديش وګټله.

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ليکنه: مدثر دعوت
د بنګلديش،افغانستان او زيمبابوې ترمنځ د ۲۰ اووريزو لوبو لړۍ د زيمبابوې په ماتي پيل سوه.
د لوبي پچه بنګلديش وګټله او د توپ اچووني پريکړه يې وکړه.
دا چي لوبي پيل کي باران وسو نوځکه لوبه ۱۸ اوورونو ته راکښته سوه.
زيمبابوې په پوره ۱۸ اوورنو کي د ۵ لوبغاړو په سوځيدو ۱۴۵ منډي هدف وټاکی.

مسکدزا ۳۴،راین برل ۵۷ او متمبادزي ۲۷ منډي وکړې.
د بنګلدیش لپاره تاج الاسلام،محمدسيف الدین،مصطفیض الرحمن او مصدق حسین يوه يوه ويکټه ترلاسه کړه.
د زیمبابوې د ۱۴۵ منډو هدف په تعقيب که څه هم بنګلدیش په ۶۰ منډو کي ۶ لوبغاړي له لاسه ورکړي وه خو لوبه يې بیرته په لاس کي واخیسته.
د بنګلدیش لپاره لیټن ډاس ۱۹،مصدق حسين ۳۰ او عفیف حسین ۵۴ منډي وکړې.

د زيمبابوې لپاره بيا مدزیوا،چیتارا او جارویس دوې دوې ويکټي واخيستلې، همدارنګه راین برل یوه ویکټه ترلاسه کړه.
لوبه بنګلدیش په ۳ ويکټو وګټله.
عفیف حسین چي د بنګلدیش لپاره لوبه وګټله او په نړيوال ۲۰ اووریز کریکټ کي يې لومړۍ نیمه سلیزه ووهله د لوبي غوره لوبغاړی ونومول سو.

هيره دي نه وي چي سبا مازدیګر ۰۵:۰۰ بجې زيمبابوې د افغانستان سره مخ کيږي.