سپورټ نړیوال کرکټ

د ۲۵ لوبغاړو په منځ کې راشدخان هم بولۍ ته وړاندې کېږي!

سمیع الله درانی

د انګلستان کرکټ بورډ اعلان کړی، چې د سلو (۱۰۰) توپونو لیګ به راروان ۲۰۲۰ م کال کې په انګلستان کې پیل شي.

دې لیګ کې اته لوبډلې لوبېږي او د یکشنبې په شپه ورته د انګلستان پر وخت ماښام اووه بجې د لوبغاړو بولي کېږي.

د شنبې په ورځ د انګلستان کرکټ بورډ اعلان وکړ، چې هره لوبډله باید مخکې له مخکې د سل توپونو په لیګ کې درې، درې انګلستاني د ملي لوبډلې لوبغاړي واخلي، دوه، دوه لوبغاړي د انګلستان د کلیوالو او نورو سیمو څخه اخېستل کېږي.

د انګلستان کرکټ بورډ ویلي، چې د لوبغاړو بولي به په اووه پړاوونوکې ترسره شي او هره لوبډله به لوبغاړي اخلي.

دا چې وخت خورا ارزښتمن دی، نو نړیوال هڅه کوي، چې د کرکټ ساعتونه، ساعتونه وختونه هم رالنډ کړي او د کرکټ لوبو کې انقلاب رامنځته کړي.

دا لیګ به د شل اوریزو لوبو څخه شل توپونه کم وي، په شل اوریزو لوبو کې شل اورونه کېږي، چې ټول ۱۲۰ بالونه کېږي؛ خو دې لیګ کې به یواځې سل توپونه د یوې پاڼۍ برخه وي او توپ وهونکي به یې لوبوي.

دې لیګ کې به دغه اته لوبډلې د لومړي پړاو برخوالې وي.

لندن سپېرېټ، اوول اېنوېنسېبل، برمېنګم فونېکس، ساوترن برېفز، وېلش فایر، ټرېنټ راکېټس، نارترن سوپرچارجرز او مانچېسټر اورېجنل.

د اکټوبر په شلمه نېټه یې بولي ترسره کېږي.

داسې ویل کېږي، چې دې لیګ کې به ټول د انګلستان داخلي لوبغاړي وي او نړۍ کې به بیا دا ډول لوبې دود کېږي او ښایي چې راتلونکي کې د شل اوریزو لوبو ځای ونیسي.

د دې ډول لوبو فکر د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۶ م کال کې پېدا شو او همغه وخت پرې بحث وشو.

دا چې کرکټ کې هم ډېرې پېسې لګېږي او زیاتې خرچې ته اړتیا لري؛ نو د کرکټ بنسټګر هېواد او نور مخکښ هېوادونه په دې هڅه کې دي، چې لنډ وخت کې ګرمې او په زړه پورې لوبې وشي، د ننداره کوونکي زیات وخت هم ضایع نه شي او په دې ډول له ګرمو لوبو خوند هم واخلي.

۲۰۱۷ م کال کې په عربي متحده اماراتو کې د ۶۰ توپونو یا لس اوریز لیګ تاسیس شو، چې کابو ۲۳ ورځې وروسته یې دریم پړاو هم پېلېږي او تېره اونۍ کې ورته لوبغاړي هم واخېستل شول.

په سل توپونو لیګ کې به د لوبغاړي کم قېمت ۴۰ زره یورو وي او لوړ قېمت یې بیا تر یو لک یورو پورې راځي.

ویکي پېډیا وېب پاڼه وایي دا لوبې اوس د انګلستان د کرکټ کلبونو ترمنځ پېلېږي او راتلونکي کې به نورې نړۍ ته هم وغځېږي.

لس توپونه وروسته به د بالېنګ او بېټېنګ اېنډ بدلېږي، یعنې لس توپونه به د پیچ یا وېشتن ځای یو سر نه او لس نور توپونه به بیا د ویشتن ځای له بل سره کېږي.

د نیوزیلېنډ الراونډر جیمي نېشم په دې لیګ انتقاد کړی او ویلي یې دي، چې شل اوریزې لوبې ښې خوندورې او بریالۍ دي؛ نو د دې لوبو رواجولو ته اړتیا نشته.

جو روټ بیا ویلي چې دا لوبې ښې دي او خورا ګرمې به وي.

دې لیګ کې ۲۵ بهرني لوبغاړي هم بولۍ ته وړاندې کېږي، چې افغان ګوګلي ماسټر راشدخان هم پکې دی.

د سل یا هنډرېډ توپونو لوبو کې به ښځینه انګلستانۍ لوبغاړې هم ولوبېږي.

د لیګ اصول

هره پاڼۍ به سل توپونه وي

هرو لسو توپونو وروسته به اېنډ یا د پېچ د بالېنګ سایډ بدلېږي.

یو بالر کولای شي، چې پنځه توپونه وکړي او کولای شي په یو ځل لس توپونه هم وکړي، یعنې یو اوور پنځه توپونه دی.

یو بالر کولای شي یواځې شل توپونه په یوه لوبه کې ترسره کړي او پنځه بالران به سل توپونه پوره کوي.

هره لوبډله کولای شي، چې د توپ وهنې پاڼۍ کې دوه نیمې دقیقې سټراټیژیک ټایم اوټ واخلي.

د هرې لوبډلې د توپ وهنې لپاره به ۲۵ توپونه پاور پلی وي.

پاور پلی کې به یواځې دوه ډګر ساتونکي له سرکل یا دایرې بهر وي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی