سپورټ

د ۲۰ لوبډلو په ګډون جلال اباد، خوست او کندهار کې درېیمه درجه لوبې پېلېږي.

د شنبې په ورځ د فبروري په لومړۍ نېټه د ننګرهار په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي، د خوست او کندهار کرکټ لوبغالو کې د لغمان، کونړ، نورستان او کوچیانو لوبډلو ترمنځ یو ورځنۍ کرکټ لوبې پېلېږي.

د سپین غر کرکټ بورډ مطبوعاتو مسئول فضل الرحیم رحیمي وایي، چې دغه لوبې یو ورځنۍ دي او د درېیمه درجه ولایتي سیالیو برخه کې پېلېدونکې دي.

د شنبې په ورځ لغمان ولایتي لوبډله د کوچیانو لوبډلې پر وړاندې لوبه کوي، د فبروري په دویمه نېټه د یکشنبې په ورځ کونړ ولایتي لوبډله د نورستان کرکټ لوبډلې پر وړاندې لوبه کوي، د فبروري په ۳ یمه نېټه د دوشنبې په ورځ کوچیانو کرکټ لوبډله د نورستان کرکټ لوبډلې پر وړاندې درېیمه لوبه کې لوبېږي.

د فبروري په ۴ مه نېټه لغمان او کونړ کرکټ لوبډلې څلورمه لوبه کوي، فبروري په ۵ مه نېټه کوچیانو کرکټ لوبډله د کونړ لوبډلې پر وړاندې او د فبروري په ۶ مه نېټه بیا لغمان او نورستان کرکټ لوبډلې لوبه کوي.

د سپین غر زون کرکټ بورډ د ویاند فضل الرحیم رحیمي په خبره دغه ټولې لوبې سهار نهه بجې د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې پېليږي، چې شاو خوا دیارلس ورځې دوام کوي او ۲۵ لوبډلې پکې ګډونوالې دي.

د دې سربېره به دغه لوبې په خوست او کندهار لوبغالو باندې هم ترسره شي.

د دې لوبو لومړی پړاو یا لومړی راونډ په غازي امان الله خان لوبغالي کې ترسره کېږي او نور پړاوونه به یې بیا په خوست او کندهار کې وشي.

دا لوبې ولایتي ګرېډ ون سیالیو ته د غوراوي لپاره ترسره کېږي، چې لومړي پړاو کې یې مخکښې لوبډلې ګرېډ ټو یا دویمه درجه ته ځي او له هغې بیا مخکښې لوبډلې ګرېډ ون یا لومړي درجه کې شاملېږي.

دې سیالیو کې ۲۰ لوبډلې ګډونوالې دي، چې په ۵ ګروپونو وېشل شوي دي.

د لوبډلو نومونه او ګروپونو کې یې لوبېدل

زابل، فراه، نیمروز او ارزګان په الف ګروپ کې لوبېږي، لغمان، کوچي، کونړ او نورستان بي ګروپ کې، پکتیا، غزني، بامیان او فاریاب سي ګروپ کې، مېدان وردګ، پروان، پنجشېر او کاپیسا ډي ګروپ کې او بغلان، تخار، جوزجان او سمنګان اِي ګروپ کې لوبېږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ