ليکنه: مدثر دعوت
په کابل کي د ۱۹ کلونو کريکټ نړيوال جام لپاره جوړ سوی کمپ چي ۱۰ ورځي وړاندي پيل سوی وو پایته ورسيدی.
د افغانستان کريکټ بورډ وياند فريد هوتک ياران ته وويل چي ددې تمريناتو اصلي موخه په ذهني توګه د لوبغاړو پياوړي کول وو.
دا تمرينات د ۱۹ کلونو کم عمره لوبډلي د روزونکي دولت احمدزي تر مشرتوب لاندي ترسره سوه چي سيدالرحمن احمدزي او عبدالمنان مسعود هم ورسره د د روزني په بيلابيلو برخو کي مرسته کوله.
دا تمريناتي کمپ د ډسمبر په ۱۹مه نيټه پيل سوی وو چي نن شنبه پايته ورسيدی.
د افغانستان کريکټ بورډ لا له وړاندي ۱۵ کسيزه سکواډ د ۵ احتياطي لوبغاړو په ګډون اعلان کړی.
پدې سکواډ کي چي فرهان زاخيل يې لوبډلمشري کوي،صديق اتل،رحمن الله ځدران،ابراهيم ځدران،اسحاق محمدي،نوراحمد،شفيق الله غفاري،جمشيدميرالخيل،عبدالرحمن،عابدتانيوال،عبدالحق،عمران مير،ذهيب زمانخيل،اصف موسی زی او عابد محمدي شامل دي.
همدارنګه سميع الله سالارزی،مجيد عالم،عارف خان، اسلام ځاځی او احسان مندوزی هغه لوبغاړي دي چي د ريزرف لوبغاړو په حيث اخيستل سوي.
فريد هوتک وايي د ۱۹ کلونو کم عمره افغان لوبډله د رواني اونۍ په پای کي سويلي افريقا ته سفر کوي چي هلته به هم يو لړ تمريناتي لوبي هم ترسره کړي.
د ۲۰۲۰ز کال ۱۹ کلونو نړيوال جام په سويلي افريقا کي ترسره کيږي چي د جنوري په ۱۷مه نيټه به د کوربه سويلي افريقا او افغانستان ترمنځ په لوبه پيل سي.
افغانستان دويمه لوبه د جنوري په ۲۲مه نيټه د عربي اماراتو او دريمه لوبه د جنوري په ۲۴مه د سويلي افريقا سره کوي، چي د جنوري په ۲۷ کواليفار لوبډلي سره مخ کيږي.
پدې نړيوال جام کي ۱۶ لوبډلي په ۴ ګروپونو کي لوبيږي.
په الف ګروپ کي: هندوستان،نيوزلينډ،سريلانکا،او جاپان لوبډلي.
په ب ګروپ کي: اسټراليا،انګلستان،ويسټ انډيز او ناجيريا لوبډلي.
په ج ګروپ کي پاکستان، بنګلديش، سکاټلينډ او زيمبابوې لوبډلي.
او په د ګروپ کي افغانستان،سويلي افريقا،عربي امارات او کاناډا لوبډلي شاملي دي.
د ۱۹ کلونو کم عمره نړيوال جام چي ۲۴ ورځي به دوام وکړي د سويلي افريقا په ۴ ښارونو او ۸ لوبغالو کي ترسره کيږي.
دا جام څلور ځلي هندوستان،درې ځلي اسټراليا،دوه ځلي پاکستان او يو يو وار انګلستان،سويلي افريقا او ويسټ انډيز ګټلی.
د ۱۹ کلونو نړيوال جام د کريکټ د نړيوالي شورا له لوري خورا مهم بلل کيږي،ځکه ځواني وړتياوي پکښې خپل استعدادونه ښيي چي بيا ترملي لوبډلو پوري رسيږي.
هاشم املا،ويرات کوهلي،راشدخان،کین ويليمسن، سټيوسميت،جوی روټ،ګریم سمیت،انظمام الحق،وریندر سيواګ،مجیب الرحمن،براین لارا،مايکل کلارک او د کريکټ د نړۍ ځيني نور مشهور او پياوړي لوبغاړي په ۱۹ کلونو نړيوال جام کي تر لوبيدو وروسته تر ملي لوبډلو رسيدلي.