Advertisements
سپورټ نړیوال کرکټ

د ۱۹ کلونو نړيوال جام د افغانستان په بريا پيل سو!

لیکنه: مدثر دعوت

ليکنه: مدثر دعوت

تر ۱۹ کلونو کم عمره نړيوال جام لومړۍ لوبه د افغانستان او سويلي افريقا ترمنځ ترسره سوه.

د لوبي پچه د سويلي افريقا تر ۱۹ کلونو کم عمره لوبډلي وګټله او د توپوهني پريکړه يې وکړه.

د سويلي افريقا لپاره پرسنز ۴۰، کويټزي ۳۸ او بيوفورټ ۲۵ منډي وکړي.

د افغانستان توپ اچوونکو په زړه پوري لوبه وکړه.

فضل الحق او نوراحمد دوې دوې ،خو شفيق الله غفاري ۶ ويکټي واخيستې او يوازي ۱۵ منډي يې ورکړې.

افغان لوبډلي لپاره ۱۳۰ منډي هدف په پوره پنځوس اوورونو کي سخت نه وو.

د ابراهيم ځدران په ۵۲ او د عمران په ۵۷ منډو سره افغان لوبډلي وکولای سوه چي په ۲۵م اوور کي ځان هدف ته ورسوي.

د سويلي افريقا لپاره کلويټ ۲ او وورن يوه ويکټه واخيستله.

افغانستان په ۷ ويکټو سره لوبه وګټله پداسي حال کي چي ۱۵۰ توپونه لا پاتي سوه.

د لوبي د غوره لوبغاړي جايزه شفيق الله غفاري ته ورکړل سوه.

افغانستان دويمه لوبه د جنوري په ۲۲مه نيټه د عربي اماراتو او دريمه لوبه د جنوري په ۲۴مه د سويلي افريقا سره کوي، چي د جنوري په ۲۷ کواليفار لوبډلي سره مخ کيږي.

پدې نړيوال جام کي ۱۶ لوبډلي په ۴ ګروپونو کي لوبيږي.

په الف ګروپ کي: هندوستان،نيوزلينډ،سريلانکا،او جاپان لوبډلي.

په ب ګروپ کي: اسټراليا،انګلستان،ويسټ انډيز او ناجيريا لوبډلي.

په ج ګروپ کي پاکستان، بنګلديش، سکاټلينډ او زيمبابوې لوبډلي.

او په د ګروپ کي افغانستان،سويلي افريقا،عربي امارات او کاناډا لوبډلي شاملي دي.

د ۱۹ کلونو کم عمره نړيوال جام چي ۲۴ ورځي به دوام وکړي د سويلي افريقا په ۴ ښارونو او ۸ لوبغالو کي ترسره کيږي.

دا جام څلور ځلي هندوستان،درې ځلي اسټراليا،دوه ځلي پاکستان او يو يو وار انګلستان،سويلي افريقا او ويسټ انډيز ګټلی.

د ۱۹ کلونو نړيوال جام د کريکټ د نړيوالي شورا له لوري خورا مهم بلل کيږي،ځکه ځواني وړتياوي پکښې خپل استعدادونه ښيي چي بيا ترملي لوبډلو پوري رسيږي.

هاشم املا،ويرات کوهلي،راشدخان،کین ويليمسن، سټيوسميت،جوی روټ،ګریم سمیت،انظمام الحق،وریندر سيواګ،مجیب الرحمن،براین لارا،مايکل کلارک او د کريکټ د نړۍ ځيني نور مشهور او پياوړي لوبغاړي په ۱۹ کلونو نړيوال جام کي تر لوبيدو وروسته تر ملي لوبډلو رسيدلي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ژورنالیست دی. د یاران لپاره په سپورټي او نورو برخو کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي دعوت د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.