Advertisements
سپورټ نړیوال کرکټ

د ۱۹ کلنو نړیوال جام لپاره لوبډله اعلان شوه.

لیکنه: ياران

د افغان کرکټ بورډ د غواروي کمېټې د یکشنبې په ورځ د نولس کلنو لوبډلو نړیوال پنځوس اوریزجام لپاره ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه، دې لوبډلې کې ابراهیم ځدران چې په ایمرجېنګ، نولس کلنو او ملي لوبډلو کې لوبېدلی، یو ځل بیا ۱۹ کلنو لوبډلې ته وراضافه شوی دی.

د افغان نولس کلنو لوبډلې نوملړ

فرحان ذاخېل لوبډلمشر، صدیق اتل، رحمان الله ځدران، ابراهیم ځدران، اسحاق محمدي ، نوراحمد، شفیق الله غفاري، جمشېد میر علي خېل، عبدالرحمن، عابد تڼیوال، فضل الحق، عمران میر، زوهېب زمانخېل، اصف موسی زی او عابد محمدي.

اسحاق محمدي بیا په دې لوبډله کې وېکټ ساتونکی ټاکل شوی دی.

دا دویم ځل دی چې افغان لوبډله په نړیوال پنځوس اوریز جام کې ګډون کوي، ۲۰۱۸ م کال کې افغان ۱۹ کلنو لوبډلې ګډون کړی و، چې څلورم مقام یې خپل کړی او په نیمه پایلوبه کې یې له اسټرالیا څخه ماته وخوړه.

د ۲۰۲۰ م کال نړیوال پنځوس اوریز جام د جنوري په ۱۷ مه نېټه د ۱۶ لوبډلو په ګډون پیلېږي او د فبروري تر ۹ مې نېټې به دوام وکړي.

۲۰۱۸ م کال کې د نولس کلنو پنځوس اوریز نړیوال جام په نیوزیلېنډ کې ترسره شوی و، چې اتلولي یې هند ګټلې وه.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران